د خوست والي: د دولت هر لوړپوړی او ټيټ پوړی مامور بايد ولس ته حساب ورکړي

خوست ښار ( پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٤ ) : د خوست والي وايي، چې په دې ولايت کې د ښې او پياوړې حکومتوالۍ، د ټولنيز عدالت تامين، د اداري فساد او د دولتي ځمکو د غصب پروړاندې د مبارزې کلک هوډ لري.
والي حکم خان حبيبي دغه څرګندونې د دې ولايت د والي په توګه تر ټاکل کېد شاوخوا يوه مياشت وروسته له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وکړې.
هغه وويل، د دې لپاره چې په يادو برخو کې خپلې موخې ته ورسېږي، ډاډمن امنيت ته ډېره اړتيا لري او دا هغه مهال ترسره کېدای شي، چې ټول امنيتي ارګانونه همغږي وي.
 حبيبي زياته کړه: ((د امنيتي ارګانونو ترمنځ د ښې او سالمې همغږۍ راوستل  زما له مهمو دندو څخه ګڼل کيږي، څو د يوې واحدې رهبرۍ په توګه د خوست د امنيت لپاره کار وکړي.))
نوموړي دغه راز د ډاډمن امنيت په راوستو کې له امنيتي ځواکونو سره د ديني عالمانو، قومي او بانفوذه مشرانو، د مدني ټولنو او په ټوليز ډول د ځوانانو همکاري مهمه وبلله.
هغه وويل: ((په ياده برخه کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو همکاري ډېره اړينه ده او موږ له دې لارې غواړو، چې ولس د دولت له ملکي او امنيتي ادارو سره همغږى پاتې شي.))
هغه له ټولو ديني عالمانو، قومي مشرانو، سپين ږيرو او له مدني ټولنو غوښتنه وکړه، چې د ستونزو په هواري او د خلکو لپاره د اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره له دوی سره پوره همکاري وکړي.
د خوست والي همدارنګه وويل، چې د دولتي ادارو له لوري خلکو ته په ښه ډول د خدمتونود وړاندې کولو او په دې برخه کې د خلکو د رضايت لپاره پر يوه پلان هم کار کوي.
هغه زياتوي: ((د دې لپاره چې پر دولت د خلکو باور نور هم زيات شي، اړينه ده چې د دولت هر لوړپوړی او ټيټ پوړی مامور ولس ته حساب ورکړي.))
والي حبيبي د دولتي غصب شويو ځمکو د خلاصون په برخه کې هم د کلک هوډ خبر ورکړ او ويې ويل، چې د خپل سل ورځني کاري پلان په سر کې يې دغې موضوع ته ځای ورکړی دی.
هغه زياته کړه: ((هغه دولتي ځمکې او ښار ګوټي چې غصب شوي، د امنيتي ځواکونو وس ته په کتو سره به يې انشاالله يو پر بل پسې د غصب کوونکو له منګولو خلاص کړو.))
نوموړي په دې ولايت کې د ځينو خپلسريو، د بې پلېټه موټرو او موټرسايکلو شتون او هدفي وژنې د قانون د حاکميت پر وړاندې سترخنډ وبلل او په دې برخه کې يې د جدي هلو ځلو ژمنه وکړه.
د دې ترڅنګ هغه وويل، چې د يوه ځانګړي ميکانيزم له مخې د اداري اصلاحاتو په پلي کېدو سره به په دولتي ادارو کې د اداري فساد د ناوړه پديدې د له منځه وړلو لپاره جدي مبارزه وکړي.
هغه زياته کړه، چې په دې برخه کې د عامه ذهنونو د جوړښت رول مهم او اړين دی او د دې لپاره به له مدني ټولنو او د رسنيو له مسوولينو سره ځانګړې ناستې ولري.
هغه وويل: ((دا مهال يو شمېر مهم او کليدي رياستونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، دغه راز له درې سوه ډېر خالي بستونه شتون لري، چې د ښې حکومتوالۍ او د خدماتو پر عرضې منفي اغېزې لري.))
نوموړي وويل، چې په دولتي ادارو کې د خالي بستونو د ډکولو او د اصلاحاتو راوستو لپاره به وړ او ځوان کدرونه پر دندو وګوماري.
حبيبي زياته کړه: ((دا پلان هم لرو، چې د ټيلېفون يوه ځانګړې شمېره اعلان کړو، څو د خلکو مشروع غوښتنې، وړانديزونه او نيوکې په خپل وخت له اړونده ادارو سره شريک شي.))
هغه دغه راز وويل، چې د يوه ځانګړي ميکانيزم له مخې به د خوست د عدلي او قضايي، امنيتي او نورو ټولو ملکي ادارو له مسوولينو څخه د هغوی د ترسره شويو کارونو په اړه هره مياشت راپور واخلي.
که څه هم په يادو ټولو برخو کې جدي مبارزه تر يوه بريده ستونزمنه ښکاري، خو خوست والي وايي، چې د مرکزي دولت د کلک ملاتړ او همکارۍ ډاډ يې ترلاسه کړی دی.
نوموړي وويل: ((له مرکزي دولت سره ژورې او غښتلې اړيکې، د ولسمشر او اجرائيه رييس ملاتړ او د خوست د خلکو د همکارۍ پر بنسټ به د دې ولايت د پرمختګ او سوکالۍ لپاره اغېزمن کار وکړم.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.