د ننګرهار امنيتي ادارې پر نه همغږۍ تورنۍ شوې

جلال اباد (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٤): د ننګرهار د ولايتي شورا غړو د دغه ولايت نوي والي ته د امنيتي وضعې پر خرابوالي او د امنيتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ له نه شتونه شکايت وکړ.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا د رييس حاجي احمد علي په مشرۍ د شورا پلاوي پرون ناوخته له نوي والي سليم خان کندوزي سره وليدل.
د هغه په وينا، د ناستې په پيل کې د ولايتي شورا رييس د ننګرهار له والي مننه وکړه چې د خپلې دندې له پيلېدو سره سم يې د خلکو ستونزو حل لپاره مشورې او ناستې پيل کړې او هم يې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.
عبدالزى وايي، وروسته د ولايتي شورا مرستيال ډاکتر محمدناصر کامه وال، منشي اجمل عمر او غړو يې ذبيح الله زمري، استاد اسرارالله مراد، حميرا رفيع او لالا خان خبرې وکړې او د ننګرهار د اوسنۍ وضعې او ستونزو په اړه يې خپل معلومات د ننګرهار له والي سره شريک کړل .
د ولايتي شورا غړو د دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ، د امنيتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ په نه شتون، له ولس سر ه  د حکومتي ادارو پر فاصلې، په تعليمي او خدماتي ادارو کې پر فساد او يو شمېر کيفي او خدماتي ستونزو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د ولايتي شورا غړو د ياد ولايت په ادارو کې د ځينو مسوولينو په دوامداره شتون، پر روابطو باندې ګومارنې، د مافيايي کړيو پر فعاليت، د ښځينه ستونزو د حل او کاري فرصتونو پر نه شتوالي نيوکه وکړه او په دې برخه کې يې د ولايتي ادارې د ځانګړو برنامو د پيل غوښتنه وکړه.
د والي وياند وايي چې په دې ناسته کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو  وکيل ډاکتر عصمت الله شينواري هم د دغه ولايت امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره هڅې ضروري وبللې .
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي پر دې خوښي څرګنده کړه چې په داسې ولايت کې يې دنده پېل کړې، چې تجربه لرونکي مشران او د ځوانې انرژۍ لرونکي وکيلان لري، چې د دوی ملاتړ به يې د ډېرو ستونزو په حل کې بريالی کړي .
هغه زياته کړه، ننګرهار د نفوسو، اقتصادي او سوداګريزې له نظره يو ستراتيژيک ولايت  دی او د ولايت مقام په ګډون ټولې ادارې بايد خپل مسووليت په کې په ښه ډول ترسره کړي .
کندوزى وايي: ((زه کومه خاصه او شخصي اجنډا نه لرم، د ولس د ستونزو حل مې هيله او زه د دغه پتمن ولس خدمتګار يم او باور لرم چې ستاسو په ملاتړ به ټولې ستونزې حل شي.))
د ننګرهار والي زياته کړه چې ټولې چارې به د ولايتي شورا له وکيلانو او ولسونو سره د مشورې له مخې ترسره کېږي .
کندوزي ورغلو وکيلانو ته ډاډ ورکړ چې دی به د ولس ستونزې په قصر کې نه، بلکې د باندې به يې هم ولټوي او د حل مناسبې لارې به ورته ومومي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.