Bolstered security a panacea to problems: Ex PC head

خوست ښار (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٤): د خوست د ولايتي شورا د تېرې دورې رييس وايي چې که ولسمشر د ولايتونو امنيتي وضعيت ته خپله پاملرنه زياته نه کړي، ښايي هېواد له لا زيات بحراني حالت سره مخ شي.
سيد کريم خاکسار دغه څرګندونې داسې مهال له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه وکړې چې په دې وروستيو کې په بېلابېلو ولايتوتونو کې د طالب وسله والو بريدونو زور اخيستی دی.
نوموړي وويل چې پر طالبانو سربېره داعش يا د اسلامي دولت ډله هم د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د فعاليتونو په حال کې ليدل شوې چې دا د امنيت په برخه کې يو بل جدي ګواښ بلل کېږي.
خاکسار د بېلګې په ډول وويل چې د حکومت پر ضد د وسله والو طالبانو له لوري د عزم په نوم له پيل شوو پسرلنيو عملياتو را وروسته د خوست امنيتي حالت د خلکو د ډېرې اندېښنې لامل ګرځېدلی دی.
هغه زياته کړه: ((خوست د ښه امنيت له پلوه يوه نمونه وه. هر څوک هرې سيمې ته په ډاډه زړه تللی شول. خو اوس حالت بل ډول دی. بمي چاودنې، پر سرحدي امنيتي پوستو ډله ييز وسله وال بريدونه، هدفي وژنې او ځينې نورې نا امنۍ د بېلګې په ډول يادولای شو.))
نوموړي په هېواد کې د وروستي امنيتي کړکېچ عمده لامل د ملي يووالي حکومت د لوړ پوړو چارواکو په ځانګړي ډول د ولسمشر او اجرائيه رييس تر منځ ځيني اختلافات په ګوته کړل.
په همدې ترڅ کې خاکسار نېغ په نېغه ولسمشر ته ګوته ونيوه او ويې ويل، د دې پر ځای چې د هېواد د سمون لپاره بنسټيزو کارونو ته لومړيتوب ورکړي، واړه واړه مسايل يې را وړاندې کړي دي.
هغه زياته کړه: ((تر ټولو مهمه سوله ده او ولسمشر محمداشرف غني ته په کار دي چې د افغانستان د امنيتي وضعيت د ښه کېدو او د طالبانو د بريدونو د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.))
د دې تر څنګ نوموړي دغه کار هم د ولسمشر اشرف غني ستره تېروتنه وبلله چې د ټاکنيزو مبارزو پر مهال د ده لپاره زياتره بانفوذه کمپاين کوونکي کسان يې واک ته تر رسېدو وروسته له ځانه لرې کړل.
د خوست د مخکنۍ ولايتي شورا رييس دغه راز وويل چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۱۳ کلن حکومت زياتره تجربه لرونکي لوړپوړي چارواکي په اوسني حکومت کې له پامه غورځول شوي دي.
خاکسار زياته کړه: ((که ولسمشر پخوانيو وزيرانو او واليانو ته په خپل دولت کې ځای ورکړي، ښايي، د ډېرو هغو ستونزو د رامنځته کېدو مخنيوی وشي چې هېواد بحراني حالت ته بيايي.))
نوموړي د ولايتونو لپاره د نوو واليانو او دغه راز په مرکزي ادارو کې د لوړو پوړو مامورينو په ټاکلو کې له اجرائيه رياست سره د مشورې نه کولو له امله ولسمشر ته د پړې ګوته ونيوله.
هغه وويل چې د اجرائيه رياست تر رامنځته کېدو وروسته د هېواد د اوسني حالت د بدلون او اصلاح لپاره دا يوه جدي اړتيا لېدل کېږي چې د حکومت دواړه مشران په خپل منځ کې پوره همغږي ولري.
خاکسار زياته کړه چې که ولسمشر او اجرائيه رئيس د هېواد د سمونې لپاره د ولايتي لوړو پوړو چارواکو صلاحيتونه تر اوسني هغه زيات کړي، وبه کولای شي چې خپل جوړ کړي پلانونه په ښه ډول پلي کړي.
هغه په ولايتونو کې د امنيتي حالت د ښه کېدو لپاره د هېواد د يوه وګړي په توګه له ولسمشر څخه وغوښتل چې د نوو واليانو په ټاکلو کې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ له پوره دقت څخه کار واخلي.
خاکسار وويل: ((ولسمشر ته په کار دي، هغه څوک د واليانو په صفت ولايتونو ته ولېږي چې په دې برخه کې پوره تجربه ولري او د دولت او خلکو تر منځ د واټن د لرې کولو پوره وړتيا ولري.))
هغه دا هم وويل چې ولسمشر محمداشرف غني هغسې تجربه لرونکي او په کارپوه سلاکاران نه لري کوم چې د يوه هېواد د ښې رهبرۍ لپاره د يوه ولسمشر جدي اړتيا بلل کېږي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.