New Nangarhar governor pledges inclusive reforms

جلال اباد (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۴): د ننګرهار نوي والي سليم کندوزي امنيت راوستل، د اداري فساد مخنيوی او د غاصبيونو پر وړاندې جدي مبارزه د خپلو کارونو لومړيتوبونه اعلان کړل.
کندوزی د غبرګولي په ۹مه د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د رييس غلام جيلاني پوپل او يو شمېر چارواکو له لوري د رسمي مراسمو په ترڅ کې د ننګرهار د نوي والي په توګه معرفي شو.
نوي والي د ولايت په مقام کې د ده په وياړ د قومي مشرانو په غونډه کې وويل چې په دغه ولايت کې د سولې او ثبات تر څنګ د پرمختيايي کارونو او کرنې د ودې لپاره ډېره پاملرنه کوي.
سليم کندوزي زياته کړه: ((لومړی کار مې د امنيتي ادارو تر منځ همغږي پيدا کول، د فساد پر وړاندې مبارزه، د ځمکو د غصب په مسئله کې جدي اقدام دی، خو په دې برخه کې د ولس همکاري اړينه ده.))
هغه يادونه وکړه، په دغه ولايت کې نيمګرې پرمختيايي کارونه بيا پيلوي، د صنعتي فابريکو لپاره د برېښنا د زياتولو زمينه برابروي او د حکومت په ادارو کې همغږي ډېروي.
بلخوا د سيمه ييزو ارګانونو ادارې رييس غلام جيلاني پوپل وويل چې سليم کندوزی تر دې مخکې د کرنې وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې او د ښه علميت تر څنګ قومي شخص دی.
نوموړي هيله وښوده چې نوی والي بايد د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي، د رشوت او په دغه ولايت کې د خپلسريو مخه ونيسي.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار له نوي والي هيله وښوده چې د امنيت لپاره پاملرنه ډېره کړي او د ولسونو ستونزې واوري.
مسلميار وايي: ((خلک امنيت ته اړتيا لري، زموږ سرتېري هره ورځ قرباني ورکوي، بايد قدرداني يې وشي، د دوست او دښمن تعريف بايد په ډاګه شي.))
جهادي مشر، د ننګرهار او کابل پخوانی والي حاجي دين محمد  بيا له خلکو  وغوښتل چې له حکومته د امکاناتو برابر توقع ولري او له حکومت سره دې همکاري ډېره کړي.
دين محمد زياته کړه: ((هيله ده نوی والي صېب هم له ولس سره همکار و اوسي، پرمختيايي کارونو او کرنې ته پاملرنه ډېر کړي، په ښار کې له بزګرو د غير قانوني ټکسونو اخيستلو مخه ونيسي.))
بلخوا د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر ناصر کامه وال نوي والي ته په اشارې د ننګرهار د ستونزو يادونه وکړه او په دې برخه کې يې د جدي اقدام هيله وښوده.
کامه وال وايي: ((والي صېب دلته اداري فساد ډېر دی، پاک او ناپاک سره جدا کړه، د ځمکو غصب په اوج کې دی، د قصر خوا ته ځمکې غصب شوې، دلته اقتصادي مافيا حاکمه ده، هيله ده چې ترې خلاص مو کړئ.))
د ولايتي شورا مرستيال والي په څرګندو ټکو وويل که نوي والي په دغه ولايت کې يې له يو شمېر کړيو سره سازشونه وکړل نو د ده په وينا، ولايتي شورا او ولسونه به د ولايت له همکارۍ لاس واخلي.
ده زياته کړه: ((کله چې امنيتي چارواکي د ننګرهار د امنيت خبره کوي نو وايي چې دلته خير خيريت، خو اصلي خبره دا نه ده، اصلاً د ننګرهار پنځه ولسوالۍ نسبي امن لري په نورو کې د وسله والو نفوذ ډېر دی.))
د ننګرهار نوي والي په خپلو خبرو کې هيله وښوده چې د ولسونو د ستونزو په حل کې هلې ځلې وکړي او هره اوونۍ نېغ په نېغه د ولس ستونزې اوري څو حل لاره ورته پيدا شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.