"د کابل - جلال اباد لويې لارې د امنيت لپاره امنيتي پوستې زياتېږي"

جلال اباد (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۴): په ختيځ کې امنيتي چارواکي وايي، د "قهر سېلاب او شاهين ۰۶" عملياتو په ترڅ کې يې د وسله والو، هغه پلان شنډ کړ چې غوښتل يې د کابل- جلال اباد لويه لاره ناامنه کړي.
 د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان د نظم عامې او سرحدي پوليسو رييس ارکانو او د ملي امنيت مرستيال په جلال اباد ښار کې د غبرګولي په ٥ مه، د خبري کنفرانس پرمهال وويل، چې دا عمليات تېره اوونۍ د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ او لغمان د تورغر په سيمو کې د ګډو پوځيانو له لوري پيل شوي و او نن پای ته ورسېدل.
د څلورمې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين، په دې کنفرانس کې وويل، چې د "قهر سېلاب او شاهين۰۶" عملياتو په ترڅ کې د طالب قوماندان منصور په ګډون پنځه وسله وال او يو سرتېری وژل شوي، اووه وسله وال طالبان او دوه سرتېري ټپيان شوي او پنځه شکمن وسله وال نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((وسله والو طالبانو هوډ درلود چې د تورغر او د سره رود د ککړک په سيمو کې د شتون له امله د کابل – جلال اباد لويه لاره ناامنه کړي؛ خو افغان سرتېرو د يادو عملياتو په ترڅ کې د دې پلان مخه ونيوله.))
د هغه په وينا، دا عمليات د ختيځ له لوري د ننګرهار د امنيتي ادارو له خوا د سره رود د ککړک بر کاکاخېل، ميا چېنه، ګزک او کلاتو په سيمو کې او د شمال له پلوه د دغه ولايت د امنيتي ادارو له لوري د تنګي، تورغر، قرغيو ولسوالۍ په سيمو کې تر سره شوي دي.
د څلورمې لوا قوماندان د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې تر دې وروسته به په يادو سيمو کې امنيتي ادارې پوستې ډېرې کړي او ګډې ګزمې به هم تر سره کوي، څو د لارې امنيت خوندي وي.
هغه ډاډ ورکړ چې سرتېري يې کولای شي، د وسله والو دغسې پلانونه شنډ او د خلکو امنيت خوندي کړي.
تر دې مخکې د ننګرهار او لغمان د ولايتي شوراګانو يو شمېر غړو اندېښنه ښودلې وه، چې د کابل - تورخم د لويې لارې امنيت د اندېښنې وړ دی او بايد په دې تړاو جدي هڅې وشي.
که څه هم  دغو امنيتي چارواکو ونه ويل، چې د تورغر په سيمه کې يې له څومره وسله والو سره نښته کړې ده؛ خو تر دې مخکې د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال داوود امين پژواک ته ويلي و، چې د ۳۰۰ په شمېر طالبان په تورغر کې د لارې ناامنه کولو لپاره ځای پرځای شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.