مشکلات اکثر زنان در خانۀ امن دايکندى حل شده است

نيلي (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٤): د دايکنډي ولايت د امن يواځېنۍ خونې ته د راغلو نجونو او ښځو له ډلې يواځې د څو محدودو ښځو ستونزې نا حل پاتې دي او له نورو خپلوانو يې ژمنه اخيستل شوې چې هغوى ته به ستونزې نه جوړوي.
د امن خونه د ١٣٩٢ لمريز کال په وروستيو کې د دايکنډي په مرکز کې فعاليت پيل کړ او د تېر کال په پرتله ورته د ښځو او نجونو راتګ کم شوى دى.
د دايکنډي د امن خونې مشره عزيزه ذبيحي وايي چې د ١٣٩٢ کال له وروستيو تر اوسه پورې له ٤٨ مېرمنو څخه په دې خونه کې ملاتړ شوى. ٣٤ يې په ١٣٩٣ او ١٤ يې په روان کال کې د امن په دې خونه کې ژوند کاوه.
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه مېرمنې چې د امن خونې ته ورپېژندل شوې وې، کورنۍ، د طلاق، له کوره د تېښتې او نورې ستونزې درلودې، چې دا دى د هغو له ډلې يوازې د څلورو مېرمنو ستونزې نه دې حل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به د هغو ستونزو ته هم د حل لاره وموندل شي او خپلو کورنيو ته به بېرته ور وګرځي.
مېرمن ذبيحي زياته کړه چې د مراجعينو ډېر موارد د طلاق او نفقې له نه ورکولو او ځورونې څخه عبارت دي چې له دې څلورو مېرمنو يې نن يوه خپل کور ته ولاړه او درى نورې چې د طلاق قضيې لري، په امن خونه کې ژوند کوي.
د دايکنډي د امن خونې مشرې وويل: ((د هرې ښځې ستونزه چې حل کېږي، له خپلوانو يې د قوماندانۍ، د ښځو چارو رياست، محکمې او بشري حقونو کمېسيون د پلاوي په مخکې ليکلې ژمنه اخيستل کېږي چې د دوى له خوا به ورته څه ستونزه نه جوړېږي.))
هغې زياته کړه، کومې ښځې چې له خطر او يا ګواښ سره مخ دي، د ښځو چارو رياست له خوا له شکايت وروسته امن خونو ته معرفي کېږي او د ملاتړ وړ ګرځي.
مېرمن ذبيحي زياته کړه: ((موږ دغو ښځو ته مدافع وکيل نيسو، زموږ ټولنيز کارکوونکي قضيه څېړي، څو په هره اداره کې د ښځو شته ستونزې حل شي.))
هغې زياته کړه چې د خلکو ليد د امن خونو پر وړاندې يو څه غير عادلانه دى، خو ډاډمنه ده چې د عامه پوهاوي په پروګرام سره به دا ليد لورى په راتلونکي کې بدلون ومومي.
هغې وويل چې په شهرستان، ميرامور او اشترلي ولسواليو کې د عامه پوهاوي پروګرام د کمپاين په بڼه ترسره کېږي.
په ورته وخت کې د دايکنډي د ولايتي شورا يوې غړې سميې محمدي د امن خونې فعاليت د ښځو لپاره يوه اسانتيا بولي او په دې باور ده چې د امن خونه بايد د دايکنډي په ولسواليو کې هم خپلې څانګې ولري.
د هغې په خبره، که چېرې دا نماينده ګۍ ولسواليو ته ونه غځول شي او امن خونه يواځې د ولايت په مرکز کې فعاليت ولري، نه شي کولى چې له تاوتريخوالي سره مخ د شوو ټولو ښځو ملاتړ وکړي.
محمدي زياته کړه: ((ګڼې مېرمنې د تاوتريخوالي قرباني دي، خو په ټولنه کې د حاکم دود له مخې نه شي کولى چې د ورسره شوو تاوتريخوالي او ورپېښو ستونزو په اړه څه ووايي.))
خو د بشري حقونو کمېسيون وايي چې سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي شمېرې د تېر کال په پرتله کمې شوې دي.
د دايکنډي د بشري حقونو د ولايتي کمېسيون د مشر جواد دادګر په خبره، د تاوتريخوالي هغه شمېرې چې په لومړيو دوو مياشتو کې ثبت شوې، ٤٩ مورده دي، په داسې حال کې چې دا شمېرې د تېر کال په ورته موده کې ٥٦ ته رسېدې.
د دې شمېرو له مخې، د تېر کال په ټوله موده کې د تاوتريخوالي ٣٩٠ موارد له کمېسيون سره ثبت شوي دي.
دادګر وويل چې تېر کال د ځان وژنې شمېرې ٥٠ وې چې څلور يې د مرګ لامل شوي، خو د روان کال په تېرو دوو مياشتو کې يواځې شپږ موارد ثبت شوي چې دوه موارد يې د مرګ سبب شوي دي.
له دغو بوږنوونکو مواردو څخه يې يو د روشن په نوم د يوې ١٨ کلنې نجلۍ ځان وژنه وه. روشن وروسته له هغه ځان وژنه وکړه چې د تره له زوى سره يې د واده مخالفت وشو او دايکنډي په مرکز کې يې د زهرو په خوړلو سره ځان وواژه.
خو د کمېسيون شمېرې څرګندوي چې سږ کال د ښځو د وژنې دوه موارد ثبت شوي او پاتې نورې بېلابېلې قضيې وې چې ډېر موارد يې فزيکي تاوتريخواي وو.
د دايکنډي د بشري حقونو د ولايتي دفتر مشر وويل: ((دې شمېرو ته په پام سره، په تېرو کلونو کې د امن خونې نشتوالى له تاوتريخوالي سره مخ شوو ښځو ته د اسانتياوو برابرولو په لاره کې اساسي تشه وه، خو اوس د دې خونې په جوړېدو سره ياده ستونزه تر ډېره حل شوې ده.))
دادګر وويل، هغه مېرمنې چې له تاوتريخوالي سره مخ دي، په امن خونه کې خپل ځان خوندي احساسوي او د دې تر څنګ د ځانګړو او اړينو زده کړو لپاره هم خوندي وي.
په هېواد کې د امن خونې د موسساتو له خوا تمويلېږې او د څارنې چارې يې د ښځو چارو وزارت پر غاړه دي.
د دايکنډي د ښځو چارو مشرې ذکيې رضايي وويل چې دغه رياست د هغو ښځو او نجونو لپاره امن خونې جوړې کړې چې له تاوتريخوالي سره مخ کېږي، دا د هغوى لپاره يو خوندي ځاى دى.
نوموړي د ښځو د عامه پوهاوي د کچې ټيټ والى د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي د لوړېدو يو لامل وباله او زياته يې کړه: ((نور نو ښځې د تاوتريخوالي د قضيو پر وړاندې بې تفاوته نه دي، عدالت ته د ښځو لاسرسى ښه شوى او دا قشر باور لري چې حق يې ورکول کېږي.))
مېرمن رضايي وويل چې په عدلي او قضايي کارونو کې د مخورو لاسوهنه، له مجرمينو سره د عدلي او قضايي بنسټونو د چلند کمزوري، د کم عمره نجونو د واده په برخه کې د قوانينو ګونګتيا او په ټولنه کې ناوړه دودونه د تاوتريخوالي د لوړېدو له نورو لاملونو شمېرل کېږي.
د امن خونو چارواکو له هغو ښځو سره د خبرو اجازه ورنه کړه چې هلته اوسېدې، خو تېر کال د ٢١ کلنې قاعلې په نوم يوې نجلۍ چې د دايکنډي په مرکز کې يې شپږ کاله وړاندې واده کړى و او تصميم يې درلود چې له خپل خاوند نه بېله شي، ويلي وو، هغه نجونې چې په کم عمر کې ودېږي، نو ښې پايلې نه لري.
هغې وويل: ((هغه مهال ډېره وړه وم، خاوند مې تېر ايستم، په بيا بيا يې راته د خپلې شتمنۍ کيسې کولې، د يوه سوکاله ژوند زېرى يې راکاوه، په چل او فريب يې خپل کور ته بوتلم او د نکاح له تړلو وروسته يې له دايکنډي د غزني جاغوري ته بوتلم.))
د دې مېرمنې په خبره، له يوې مياشتې تېرولو وروسته دايکنډي ته د خپل پلار کور ته راغلم، خاوند مې ايران ته ولاړ. اوس يو کال کېږي چې بېرته راغلى، خو حاضر نه دى چې دې ته نفقه ورکړي او د طلاق په بدل کې ٤٠٠ زره افغانۍ غواړي.
هغې زياته کړه چې خاوند يې دا پيسې ورته له ايران نه را لېږلې وې چې خپل ژوند ورباندې تېر کړي، خو اوس وايي: ((که چېرې له ما نه طلاق غواړې، نو بايد ټولې هغه پيسې راکړې چې درته رالېږلې مې وې.))
نوموړي ادعا وکړه چې خاوند يې ورته د مرګ ګواښ کړى او حتى د قاضي پر شتون کې يې پرې بريد کړى، چې ويې وهي. هغه غوښتل، څو هغه دوسيې څيرې کړي چې اسناد او عريضې يې په کې وې، خو قاضي او د محکمې کارکوونکو ترې وژغورله.
دې مېرمنې وويل: ((زما يواځېنۍ غوښتنه دا ده چې محکمې راته له خپل خاونده طلاق واخلي، څو له دې بې برخليک ژوند نه وژغورل شم او وکولى شم چې له کومې اندېښنې پرته ژوند ته دوام ورکړم، خو هېڅوک هم نشته چې په محکمه کې مې دوسيه مخې ته يوسي.))
په هېواد کې امن خونې د يو شمېر غير دولتي موسساتو له خوا په ١٣٨٢ کال کې د هغو ښځو د ساتنې لپاره جوړې شوې چې د کورني تاوتريخوالي په سبب کور پرېږدي او يا هم له زندان نه تر خوشي کېدو وروسته خپلوان نه لري.
د وزارت چارواکو د شمېرو له ورکړې ډډه وکړه، خو د تازه ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه په لسګونو امن خونې شته چې سلګونه نجونې او ښځې په کې ژوند کوي.
د بشري حقونو فعالان د دې ډول خونو د زياتوالي غوښتنه کوي او وايي چې د امن خونو شته والى د مېرمنو د ستونزو د حل لپاره اړين دى.
د دوى په خبره، د امن خونو د نشتوالي په صورت کې هغه مېرمنې چې له تاوتريخوالى ورسره شوى، اړې کېږي چې کلو ته د ملک يا يوه بل کس کره ورشي، چې د نامحرمو اشخاصو کورونو ته د ښځو ورتګ سم کار نه دى.
ملګري ملتونه هم په افغانستان کې د زيانمنو ښځو او نجونو د خونديتوب، ملاتړ او ساتنې لپاره د امن خونو د حياتي رول څخه ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر (يوناما) پلاوي ويلي چې امن خونې د خدمتونو او ژغورنې مرکزونه دي او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په چوکاټ کې مهم رول لوبوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.