Brother of Laghman lawmaker dead in blast

جلال اباد ( پژواک، ٥ غويى ٩٤ ) : په ولسي جرګه کې د لغمان ولايت د وکيل حاجي نقيب الله محبت ورور په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه تېره ورځ مازيګر مهال د مهترلام بابا د زيارت ترڅنګ شوې وه.
هغه زياته کړه، چې د ولسي جرګې د وکيل حاجي نقيب الله ورور له خپلو ملګرو سره مېلې ته تللي و ، چې په ياده سيمه کې يې پر موټر چاودنه وشوه.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې د حاجي نقيب ورور حاجي نعمت الله له يوه بل تن سره وژل شوى او يو بل ملګرى يې ټپي دى.
د ځواک په وينا، د يادې پېښې قربانيان ټول ملکي وګړي دي او په حکومت کې يې هېڅ ډول دنده نه درلوده.
د لغمان سرپرست والي ډاکټر فضل الله مجددي د وسله والو مخالفينو دغه غير اسلامي او غير انساني کړنه په کلکه غندلې ده.
هغه امنيتي ارګانونو ته دنده سپارلې چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې څو کاله مخکې د حاجي نقيب الله بل ورور عصمت الله محبت هم په مهترلام ښار کې وژل شوى و.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.