دولتي پلاوي د خوست د ستونزې د هواري هڅې پيل کړې

خوست ښار ( پژواک، ١١ ورى ٩٤ ) : د حاجي دين محمد په مشرۍ يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په خوست ولايت کې د يو شمېر وکيلانو او ولايت مقام ترمنځ د رامنځته ستونزې د هواري هڅې پيل کړې دي.
په ولسي جرګه کې د خوست د دوو وکيلانو همايون همايون او کمال ناصر اصولي په مشرۍ ددې ولايت يو شمېر مدني ټولنو  سرپرست والي عبدالجبار نعيمي پر فساد تورن کړى او دهغه د لرې کولو لپاره يې مدني حرکتونه پيل کړي دي.
دوى د ولايت مقام مخې ته خېمې وهلي او په لومړۍ ورځ يې دولتي مامورينو ته هم اجازه نه وه  ورکړې، چې دندو ته  لاړ شي.
خو د ولايت مقام ددوى تورونه رد کړي او دغه ډول حرکتونه يې د شخصي ګټو لپاره بللي دي.
د ولسمشر د سلاکار حاجي دين محمد په مشرۍ يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي ددې ستونزې د هواري په  موخه  په خوست ولايت کې خپلې ليدنې  پيل کړې دي.
د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول مبارز ځدراڼ د وري په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پلاوي کې د کورنيو او دفاع وزارتونو سربېره د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازي او يو شمېر قومي مشران هم شامل دي.
هغه زياته کړه، چې پلاوي تراوسه د ولايت مقام د مشرتابه او نورو ملکي او پوځي چاروکو ترڅنګ ددې ولايت له يو شمېر قومي مشرانو، مجاهدينو، ديني عالمانو او مخورو سره ليدلي دي.
د ځدراڼ په وينا، پلاوي د رسنيو، مدني ټولنو او د شخړې د دواړو لوريو له استازو سره هم ليدل کتل کړي دي.
دى وايي چې راغلى پلاوى هڅه کوي، چې يادې شخړې ته د حل يوه معقوله لاره پيدا کړي.
 
بلخوا د خوست ولايت يو شمېر ديني علماوو او پخوانيو جهادي مشرانو په يوه خبرې ناسته کې وروستي پيل شوي مدني حرکتونه وغندل.
د مجاهدين اسلامي شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ په دغه خبري غونډه کې وويل، چې د خوست ولسونه په دې ولايت کې د غير مدني حرکتونو په نوم له پيل شوو حرکتونو څخه ستړي شوي او نور يې د زغملو حوصله نه لري.
هغه زياته کړه، چې ددغو غير مدني حرکتونو له امله په خوست کې د زياتره دولتي ادارو کارونه په ټپه ولاړ دي له حکومت او په خوست کې له نظامي ارګانونو غواړي، چې دولتي ادارو ته د مامورينو په ورتګ کې شته خنډونه له منځه يوسي.
نوموړی وايي، چې د عامه لارو تړل او دولتي ادارو ته د مامورينو نه پرېښودل يو ډول زور واکي ده او ترسره کوونکي يې بايد عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي.
ده زياته کړه : (( خوست د امن او سولې کور دی، هيچا ته اجازه نه ورکوو چې خوست نا امنه، بې ثباته او د خوست انځور کابل ته بدنام وښيي، له نظامي ارګانونو څخه زموږ غوښتنه داده، هغه چا چې خېمې لګولې دي، ولايتي اداره يې محاصره کړې، نظامي ځواکونه يې را اېستلي، د کودتا شکل لري، موږ په ډير احترام باندې له نظامي ارګانونو څخه غوښتنه کوو، چې دغه غير مدني حرکت تر راتلونکې چهارشنبې ورځې پورې پای ته ورسوي.))
د يادې خبرې غونډې بل ګډونوال او د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد په خوست کې د مدني حرکت په نوم پيل شوی حرکت نظامي بولي او وايي، چې په دغه حرکت کې له وسلو څخه ګته اخېستل شوې.
هغه وويل، که چېرې دغو کسانو شخصي ګټې هدف نه وي ، نو خپلې غوښتنې دې د عدلي او قضايي ادارو له لارې حل کړي او د عامه لارو او د دولتي ادارو له تړلو څخه دې لاس په سر شي.
دى وايي : (( خوست کې چې کوم حرکت پيل شوی ، دا مدني او ولسي حرکت نه دی، بلکې دغه يو ديکتاتوري او نظامي حرکت دی او ملکي حرکت نه دی، لامل يې دا دی، چې دوی وسلې را اېستلې دي او بله دا چې د دوی شخصي غوښتنې دي، ملکي غوښتنې نه دي، که چېرته په رښتيا سره فساد شوی وي، نو عدلي او قضايي ارګانونو ته دې عريضه وکړي، دا ډول چې دوی لارې بندې کړي دي، د ولس سره ظلم دی.))
بلخوا په ولسي جرګه کې د خوست دوه تنه وکيلان کمال ناصر اصولي او همايون چې دغه مبارزه يې پيل کړې، يو ځل بيا په ټينګار سره وايي، چې دوی به ترهغه خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي، څو يې چې د خوست سرپرست والي او په خوست کې نور لوړپوړي چارواکي له دندو نه وي ګوښه کړي.
کمال ناصر اصولي پژواک خبري اژانس ته وويل، ټولې لويې لارې او کوڅې د خلکو پر مخ خلاصې دي او هيڅ داسې شواهد نشته چې دوی دې په دغه مدني حرکت کې له وسلو څخه ګته اخيستې وې.
خو هغه وايي، ادارې کمپليکس چېرې چې ولايت مقام او يو شمېر نورې دولتې ادارې په کې موجودې دي، ددوی د پلويانو له خوا تړل شوی، ځکه ځينې فاسد رييسان چې له والي سره په فساد کې لاس لري، غواړي، چې خپل اسناد او شواهد له منځه يوسي.
دى وايي :(( هيڅوک دلته کودتاوې نه شي کولی، دا د کودتا ځای نه دی او اوس په افغانستان کې ولسواکي حاکمه ده، دا د ولسواکۍ يو مخ دی، دا مدني حرکت موږ ته اساسي قانون اجازه راکړې ده.))

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.