سرپرست والی ننگرهار استعفا داد

جلال اباد ( پژواک، د وري لومړۍ ۹۴) : د ننګرهار سرپرست والي عطاء الله لودين له خپلې دندې استعفا ورکړه او ويې ويل چې دغه کار يې د خپلو کارونو پر وړاندې د ځينو ننګونو له امله کړى دى.
مولوي عطاءالله لودين د ۱۳۹۲ لمريز کال په لړم مياشتې کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي لخوا د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شو و.
لودين خپله استعفا نن ( د نوي ۱۳۹۴ کال په لومړۍ ورځ) د ننګرهار ولايت په مقام کې يوې غونډې ته چې ده رابللې وه، د خبرو پر مهال اعلان کړه.  په دې غونډه کې لسګونو قومي مشرانو، علماوو او ولايتي چارواکو برخه لرله.
مولوي لودين وويل چې په ځينو مواردو کې د ادراي اصلاحاتو، فساد سره د مبارزې، قانون پلي کولو او د مځکې له غصب څخه د مخنيوي  په برخو کې شته ستونزې د ده د استعفا له لاملونو دي. 
دغه راز هغه زياته کړه :"   له کابله خپلسري عمليات او په ټوله کې زما سرپرستي د کار اجازه نه راکوي، نو ځکه زه د خپلې استعفا اعلان کوم."
لودين او نور واليان وروسته له هغه د ولايتونو سرپرستان اعلان شول چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ نوي حکومت د تېر کال د تلې په مياشت کې په کار پيل وکړ.
لودين د خپلې استعفا د لاملونو په اړه زياته کړه : " له کابله افغان امنيتي ادارې په دې ولايت کې کله، کله خپلسري عمليات کوي، ولايتی اداره ترې نه وي خبره، وروسته يې مشکلات موږ ته جوړ وي، ما د تورخم د سړکونو د څار يو پاټک او تله بنده کړه چې ادارې فساد په کې کېدو، خو بېرته فعاله شوه."
دغه راز هغه وايي، غوښتل يې ځينې هغه مامورين له دندو ګوښه کړي چې کاري اهليت نه لري، خو دا کار يې ونه شو کړاى ځکه چې سرپرستان له دندو د مامورنيو د ګوښه کېدو واک نه لري.
لودين په ۱۳۹۳ کال کې په دې ولايت کې د ځينو لاسته رواړونو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې په دې کال کې د ننګرهار په کچه له ۸۷۹ پروژو څخه ۵۶۰ پلي شوي او پر ځينو نورو کار روان دى.
د هغه تر استعفا اعلانولو وروسته د غونډو په تالار کې قومي مشرانو او ديني علماوو شور جوړ کړ او غوښتنه يې کوله چې لودين خپله استعفا بېرته واخلي، خو لودين پر خپله پرېکړه کلک ولاړ و.  
لودين وويل: " زه په خپله خبره ولاړ يم، له تاسو خدای په اماني غواړم، له ولسمشر سره به خپلې ستونزې شريکې کړم، تر دې مخکې مې هم درې ځلې استعفا ورکړې، خو نه ده منل شوې ولې دا ځل ستاسو په حضور کې استعفا اعلانوم."
هغه په غونډه کې اعلان وکړ چې خپلې چارې يې د ننګرهار مرستيال والي حنيف ګرديوال ته سپارلي دي.
لودين تر دې وروسته د ننګرهار له قومي مشرانو او اداري چارواکو سره مخه ښه وکړه او په داسې حال کې په زرې موټر کې د ولايت له مقام‌ څخه ووت چې ساتونکو يې په دوو نورو زرې او څو رېنجرو موټرو کې بدرګه کوله.
د ننګرهار د سولې شورا د رييس ملک نذيز په ګډون ځينې قومي مشرانو له پژواک سره په خبرو کې د عطاء الله لودين د کارونو ستاينه وکړه.
ملک نذير وويل چې لودين ښه اداره لرله او د خلکو تر منځ د يوالي لپاره يې هڅې کولې.   ده هيله څرګنده کړه چې ولسمشر د لودين استعفا ونه مني.
دغه راز په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازى او د سولې شورا غړي مولوي شاهدالله شاهد هم په نننۍ غونډه کې برخه لرله او ورته څرګندونې يې وکړې.
شاهد زياته يې کړه چې ولسونه له مولوي عطاالله لودين څخه خوښ دي.
دى وايي چې لودين د سولې عالي شوار په چوکاټ کې هم د سولې لپاره د ستاينې وړ هڅې کړي دي  
مولوي عطاء الله لودين د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د حزب اسلامي غړيتوب لري او د سولې عالي شورا د برحال غړي په توګه هم دنده ترسره کوي.
هغه  په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی هم پاتې شوی دی.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.