Lawmaker survives bomb attack in Herat

 
هرات-لښکرګاه (پژواک ٤ وږى ٩٣): هرات کې د ولسي جرګې د غړي غلام فاروق مجروح د موټرو پر کتار چاودنه شوې خو دى ترې روغ  وتلى، بلخوا په بله چاودنه کې يو ملکي وګړى ټپي شوى او د دوو پوليسو په ګډون درې تنه ټپيان دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه  نن سهار اته بجې د غوريان ولسوالۍ د ″ګندم منه″ په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
احمدي وايي چې د ولسي جرګې غړى غلام فاروق مجروح له يادې ولسوالۍ هرات ښار ته په لاره و، چې پر تعقيبي موټر يې د سړک غاړې چاودنه وشوه.
هغه وويل چې په دې پېښه کې مجروح ته زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبر له مخې، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن (سه شنبه)  لس بجې  د موټرسايکل بم چاودنه شوې  چې په کې يو ملکي وکړى ټپي شوى دى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې دا پېښه د ″کريم بای″ پر سړک په داسې حال  کې وشوه چې د ملي اردو سرتېري له سيمې د تېرېدو په حال کې وو.
د ده په وينا، موټرسايکل چې له چادوېدونکو توکو ډک و د سړک غاړې ته درول شوى و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.