Activists seek probe into Jalalabad clash

 
جلال اباد (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٣): په ننګرهار کې د"مثبت بدلون ټولنې" په ټاکنو کې د ځانګړي نوماند د پلويانو له لوري پر عامو وګړو د بريد او د خلکو ځورولو د مسئلې د څېړنې غوښتنه وکړه.
نن د غبرګولي په ٢٥مه په جلال اباد ښار کې د دې ټولنې غړو د يوې خبري غونډې پر مهال په ټاکنو کې د يو شمېر وسله والو له لوري پر عامو وګړو ډزې او په يو شمېر سيمو کې خلک په زور دې ته اړ کول چې يوه ځانګړي نوماند ته رايه ورکړي، په کلکه وغندل.
د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون وويل، دوى وکتل چې تېره ورځ يو شمېر زورواکانو په خپلو سيمو کې عام خلک په زور اړ کړل، چې د هغوى د خوښې نوماند ته رايه ورکړي.
سباوون دغه عمل د ډيموکراسۍ خلاف عمل وګاڼه او زياته يې کړه، چې په دې برخه کې بايد حکومت جدي اقدامات وکړي.
ده وويل: ((په ختيځ کې تېره ورځ د مشخصو کسانو له لوري د ټاکنو سياسي، حقوقي او ملي مشروعيت يې تر يوه حده پورې زيانمن کړ.))
د نوموړي په خبره، په ځينو سيمو کې زورواکو عام وګړي په چاقوګانو ووهل او پر يو شمېر کسانو يې ډزې وکړې.
سباوون وايي: ((سياسي مبارزه په دې مانا نه ده، چې مقابل لورى په زور او ډزو سره ماتوي، په کار ده چې په ازادانه ډول سره رايه وکارول شي.))
دى وايي، ټول هغه اشخاص چې په دې ډول اعمالو کې ښکېل دي او بيا يې هم اجرا کوي مثبت بدلون ټولنه به هېڅکله د دوى پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.
د نوموړي په وينا، چې خپل غږ به د خبري غونډو او لاريونو نو له لارې د دې ډول اشخاصو پر وړاندې پورته کړي.
تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د ډاکتر عبدالله عبدالله د کمپاينر انجنير غفار له لوري پر يو شمېر عامو وګړو ډزې شوې او يو ځيني يې د باډيګاردانو له لوري وهل شوي هم دي.
همدارنګه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم د دغه کانديد د پلويانو له لوري يو شمېر کسان پر چاقو ګانو وهل شوي دي.
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې پر دې مسئله خبر شوي او څېړنې يې پيل کړې دي.
امنيه قوماندان وايي، تر څېړنو وروسته به د پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګلو ته به يې وسپاري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.