More check posts being set up in border areas

 
جلال اباد (پژواک ١٣ غبرګولى ٩٣): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، تر ټاکنو مخکې به په يوشمېر سرحدي سيمو کې د پوليسو نوې پوستې رامنځته کړي.
چارواکو دا څرګندونې د غبرګولي په ١٣مه په ننګرهار کې د ټاکنو د دويم پړاو د امنيت لپاره په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزيري وويل، چې د ټاکنو د امنيت لپاره يې پوره چمتووالى نيولى دى.
ده زياته کړه: ((ملي اردو به يواځې د امنيت ساتنه پر غاړه ولري؛ نور په هېڅ چارو کې مداخله نه کوي، موږ ډاډ ورکوو چې ټاکنې به ښې ترسره شي.))
د ٣٠١ سرحدي زون قوماندان جنرال محمد زمان مموزي وويل، چې دوى د راتلونکو ټاکنو لپاره په سرحدي سيمو کې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په يو شمېر سيمو کې به نوې پوستې هم ځاى پر ځاى کړي، خو هغه د دغو پوستو شمېر ونه ښود.
مموزي وويل: ((موږ ژمن يو، چې سرحدي ولايتونو کې به سرحدي سيمې کلکې کنټرول کړو او مشکلات به نه وي، دويم دور ټاکنې به له لومړي دور څخه ښې وي.))
بلخوا د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين وويل، چې ولايتي اداره به د تېر په څېر بې طرفه وي او دوى به هڅه کوي، چې د رڼو او شفافو ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي.
ده وويل، چې نن يې امنيتي غونډه هم ترسره کړه او ډېرې هغه ستونزې چې پخوا موجودې وې اوس له منځه تللې دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد هم ډاډ څرګند کړ، چې د دويم پړاو ټاکنو د ښه ترسراوي په موخه يې عمليات ترسره کړي دي.
دى وايي: ((په تېر کې چې يو شمېر مرکزونه تړل شوي وو، هغه د نا امنۍ له امله نه وو تړل شوي، بلکې په هغو مرکزونو کې کار کوونکي نه وو.))
شېرزاد وايي، چې دوى به په راتلونکي کې هم هڅه کوي، چې دويم پړاو ټاکنې ښې او د امن په فضا کې ترسره کړي.
د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر خواجه محمدامين فضلي هم ډاډ ورکړ، چې د دويم پړاو ټاکنو لپاره هر ډول چمتووالى لري.
نوموړي وويل: ((موږ د کارکوونکو په استخدام کې ډېره زياته هڅه کړې او داسې کسان مو ګومارلي چې پاک او سپېڅلي دي.))
دى وايي، چې دوى به په ننګرهار کې ٣٨٣ مرکزونه ولري او امنيتي ځواکونو ورته ډاډ ورکړى، چې ټول مراکز به فعال وي.
ټاکل شوې، چې دويم پړاو ټاکنې به د غبرګولي په٢٤مه ترسره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.