د بدلون او دوام تر نوم لاندې د کرکټ سيالۍ پيل شوې

 
جلال اباد (پژواک ٥ غبرګولى ٩٣): په جلال اباد ښار کې د بدلون او دوام تر سرليک لاندې د کرکټ ١٥ ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ د غبرګولي په ٥مه د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ د کرکټ اکاډمۍ په لوبغالي  کې پيل شوې، چې په کې ٨ لوبډلې برخه اخلي.
د دغو لوبو يوه سمبالوونکي اکرام الله اکرام پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د کرکټ دغه سيالۍ به نږدې يوه اونۍ دوام وکړي، چې په کې د مدني ټولنې لوبډلې برخه اخلي.
نوموړي وويل، دغه لوبې چې د بدلون او دوام تر سرليک لاندې دي، موخه يې په هېواد کې د بنسټيز بدلون او دوام غوښتنه ده.
دى وايي چې د کرکټ په جريان کې به دوى په راتلونکو ټاکنو کې د بدلون او دوام ټېم د پيغامونو يادونه هم کوي او له مينه والو به غواړي، چې د هېواد د ابادۍ په موخه دې د بدلون او دوام ټېم ته رايه ورکړي.
اکرام زياتوي چې په لوبډلو کې د يو شمېر رسنيو او مدني ټولنو لوبډلې دي ، چې په پاى کې به بريالۍ لوبډله پر مډالونو او تحفو ونازول شي.
د هغه په وينا، يادې سيالۍ به په ننګرهار کې له اتو اېف اېم راډيوګانو څخه په ژوندۍ بڼه هم خپرېږي.
دى وايي: ((زموږ هدف ډېر سپېڅلى او پاک دى، موږ غواړو چې په هېواد کې داسې څوک واک ته ورسوو، کوم چې په خپله پاک او سپېڅلى دى، نه يې څوک وژلي او نه يې د چا مال خوړلى.))
د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي فرهنګي سلاکار پوهندوى لعل پاچا ازمون د ټولو مدني ټولنو او د کرکټ له يادو لوبډلو مننه وکړه، چې د بدلون او دوام تر سرليک لاندې يې پنځلس ورځنۍ سيالۍ په پام کې نيولې دي.
نوموړي زياته کړه، ټېم يې ژمن دى چې په هېواد کې به د سولې او امن فضاء رامنځته کوي.
ازمون وايي: ((نه مو خلک وژلي، نه مو لاسونه د چا پر وينو سره دي، علمي او منطقي اشخاص راغونډ شوي او د نړۍ دويم مفکر ډاکټر محمد اشرف غني يې مخکې کړى دى.))
ده زياته کړه، که افغانان غواړي هېواد يې جوړ شي نو بايد د ټاکنو په دويم پړاو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ننګه وکړي.
ياده دې وي، هره ورځ ياد لوبغالي ته زرګونه ځوانان د کرکټ لوبې د نندارې په موخه راځي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.