US envoy wants poll panels to be neutral

 
هرات (پژواک ١١ غويى ٩٣): د امريکا متحده ايالاتو، د ټاکنو له خپلواک او د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيونونو وغوښتل، چې د ټاکنو د پايلو روڼتيا ته ډېر پام وکړي.
دغه مطلب نن په هرات کې د امريکا متحده ايالاتو ارشد ملکي استازي او کونسل يوجين اس يانګ څرګند کړى دى.
نوموړي وويل: " لکه څرنګه، چې ٩٩ سلنه افغانانو د نړيوالې ټولنې په مرستې، د وري د شپاړسمې نېټې ټاکنې تېرې کړې، دوى هيله من  دي، چې افغانان په دويم پړاو ټاکنو کې هم پراخه ګډون وکړي."
هرات کې د امريکا کونسل وويل، چې امريکا د ټاکنو له خپلواک او ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيونونو غواړي، چې په ياده پروسه کې روڼتيا په پام کې ونيسي.
يانګ زياته کړه، که چېرې دويم پړاو ټاکنې تر سره شي، نو د وري د ١٦ مې نېټې ټاکنو په څېر به کانديدان، څارونکي او د دوى استازي له دويم پړاو ټاکنو هم څار وکړي.
هغه زياته کړه، د روان کال د وري مياشتې شپاړسمې نېټې په ټاکنو کې ځينې درغلۍ وشوې، خو د ٢٠٠٩ زېږديز کال د ټاکنو په پرتله کمې وې.
يانګ وويل، چې د دوى د دفتر له لوري د ټاکنو له تر سره کېدو وړاندې د څارونکو او مشاهدينو لپاره يو لړ روزه نيز پروګرامونه تر سره شوي دي.
هرات کې د امريکا ارشد ملکي استازى وايي، چې امريکا او نړيواله ټولنه په افغانستان کې له ډيموکراسۍ ملاتړ او پلوى کوي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.