مردم دايکندى از برفکوچ ها در زمان انتخابات، ابراز نگرانى ميکنند

 
نيلي (پژواک ٢٤ کب ٩٢): د دايکنډي ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې د واورې ښوېيدنې له امله يو تن مړ او درې نور ټپيان دي او دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې ځينې خلک د واورې ښوېيدنې له امله په ټاکنو کې د نه ګډون له امله اندېښمن دي.
د ميرامور ولسوالۍ مرستيال محمد حنيف فکوري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د واورې ښوېيدنې لومړۍ پېښه د ولسوالۍ په مرکز اړوند سيمه کې رامنځته شوې او په پايله کې يې د محمد ايوب په نوم يو تن، چې له يوه کلي څخه بل کلي ته د تلو په حال کې و، ژوند له لاسه ورکړى.
فکوري زياته کړه، چې د سيمې ځينې خلک د هغه د ژغورنې لپاره دغې سيمې ته ورتلل، چې ورته مهال يوه بله واوره ښوېيدنه هم رامنځته شوه، چې په ترڅ کې يې درې کسان نور هم ټپيان شول.
هغه زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د محمد ايوب مړى د نورې واورې ښوېيدنې له امله تر واورو لاندې دى.
همدارنګه په کندوز ولايت کې د سختې يخنۍ له امله پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړى او په دايکنډي کې هم د واورې ښوېيدو له امله يو تن مړ شوى او څلور نور ټپيان دي.
تېره مياشت، يوه ١٧ کلن هلک هم د ميرامور ولسوالۍ ورسل کوتل کې د واورې ښوېيدنې له امله ژوند له لاسه ورکړى و او څلور تنه نور په ورته پېښه کې د دغې ولسوالۍ په استوک کوتل کې ټپيان شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې ځينې خلک د ټاکنو د تر سره کېدو ( د ١٣٩٣ کال د وري ١٦ مه) پر مهال، د واورې له ښوېيدو اندېښمن دي.
د دايکنډي ولايت يوه قومي مشر احمد الله صميمي وويل، چې د دغه ولايت غرنۍ او لرې پرتې سيمې د ټاکنو د تر سره کېدو پر مهال له واورو ډکې وي او د رايو مرکزونو ته د خلکو تګ به هم له خطر او ستونزو خالي نه وي.
هغه وويل، چې د ټاکنو د تر سره کېدو نېټې پورې بايد له واورو ډکې او اندېښمنې لارې پاکې شي او د رايو ورکوونکو د تګ راتګ لاره ځانګړې شي، تر څو خلک له اندېښنو او ستونزو پرته د رايو مرکزونو ته ولاړ شي او د راتلونکو ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې ونډه واخلي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.