Taliban kill 9 construction firm workers

 
هرات (پژواک ٢٦ زمرى ٩٢): چارواکي وايي، چې وسله والو تېره شپه په کرخ ولسوالۍ کې د يوه ودانيز شرکت ٩  کارګر وژلي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي د زمري په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې د وسله والو له خوا تېره شپه لومړى د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد ترسره شو.
دى وايي، چې د کجه په سيمه کې د دې پوستې يو پوليس ووژل شو او يو بل ټپي شو، خو بريد کوونکو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
د سرچينې په وينا، چې وروسته طالبانو د خپلې درنې مرګ ژوبلې په بدل کې د سړک جوړونې پر کارګرو بريد وکړ او ٩ تنه يې ووژل.
احمدي وايي، چې په کارګرو د شپې ناوخته د خوب په حالت کې بريد شوى دى.
کرخ د هرات ښار شمال ختيځ ته په ٤٥ کيلومتري کې پرته ولسوالۍ ده.
وسله والو طالبانو د ياد بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې يې لس پوليس وژلي دي.
مجاهد د کارګرو د وژل کېدو او په اړه څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.