Cholera continues to claim lives in Badakhshan

 
فيض اباد ‎(پژواک ٢٣ زمرى ۹۲): د بدخشان په درايم ولسوالۍ کې دوه ماشومان کولرا ته ورته ناروغۍ له امله مړه شوي او دغه ناروغي يوه بل ګاونډ کلي ته هم خپره شوې او تر ٢٥ تنو پورې پرې اخته شوي دي.
دغه ناروغي د اختر په لومړۍ ورځ د درايم ولسوالۍ په چپه دره کلي کې خپره شوه، چې
د ماشومانو او ښځو په ګډون ١٤٧٩ کسان پرې اخته شوي، له امله يې يوه پېغله مړه شوې، خو د ډېرى ناروغانو درمنله د بدخشان ولايت په ملکي روغتونه کې وشوه.
د عامې روغتيا وزارت وروسته اعلان وکړ، چې د دې ناروغۍ مخه نيول شوې او نوره اندېښنه نه شته.
خو د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ناروغي يوځل بيا خپره شوې  او له امله يې په چپه دره کې دوه ماشومان مړه شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د ناروغانو شمېر ١٥٠٠ کسانو ته رسېدلى او له دې ډلې د سلو يې روغتيايي حالت نازک دى، چې يو شمېر يې د فيض اباد روغتون ته رسول شوي او نور د درايم ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.
راسخ زياته کړه، چې کولرا ته ورته ناروغۍ چپې درې ته نږدې کلي زرک ته هم سرايت کړى او ٢٥  تنه پرې اخته شوي دي.
د والي وياند زياته کړه: ((ددغې ناروغۍ نښه په بل کلي کې ليدل شوې، چې که يې مخه ونه نيول شي، يو شمېر نور وګړي به هم پرې اخته شي او يو انساني ناورين به را منځ ته شي.))
د بدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکټر نورمحمد خاوري د والي د وياند له خوا وړاندې شوې شمېره تاييدوي، خو ويې ويل، چې د دې ناروغۍ مخه نيول شوې او نوره اندېښنه ترې نشته.
روغتيايي مسوولينو مخکې ويلي وو، چې دغه ناروغي د ناپاکو اوبو او هغه يخ چې د تخار له ولايت څخه درايم ولسوالۍ ته راځي او خلک ترې په اوبو او خوړو کې کار اخلي، خپره شوې ده.
د هغو په وينا، دغه ناروغي د (وبا) په نوم چې کولرا ته ورته ده، انسان په پرله پسې استفراغ او نس ناستې اخته کوي، روغتيايي ګرځنده ډلې په څاه ګانو او د اوبو په نورو سرچينو کې د ميکروب د له منځه وړو په نيت کلورين اچولي او اوبه پاکې شوې دي.
د يادونې ده، چې دوه کاله مخکې ٢٢ تنه د سينه بغل د ناروغۍ له امله د بدخشان په ياوان ولسوالۍ کې مړه او لسګونه نور پر دې ناروغۍ  اخته شوي وو، چې وروسته  يې روغتيايي ډلو درملنه وکړه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.