Cholera type outbreak in Badakhshan under control

 
فيض اباد (پژواک ٢١ زمرى ٩٢): په بدخشان ولايت کې يوه تن کولرا ته د ورته ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړى، خو روغتيايي ډلې په دې توانېدلي، چې په دغې ناروغۍ د ټولو ١٤٥٠ اخته کسانو درملنه وکړي او ياده ناروغي کابو کړي.
 د بدخشان د عامې روغتيا مشر ډاکټر نورمحمد خاوري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ناروغي د اختر په لومړۍ ورځ د درايم ولسوالۍ په چپې درې کلي کې خوره شوې، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون پرې ١٤٧٩ کسان اخته شوي دي.
 هغه زياته کړه، چې د ٢٥ تنو روغتيايي حالت نازک دى، چې د درملنې لپاره د بدخشان مرکز فيض اباد ښار روغتون ته لېږدول شوي، خو يوې پېغلې نجلۍ په روغتون کې ساه ورکړې ده.
  د عامې  روغتيا مشر وويل، چې د يادې ناروغۍ د پېژندنې او درملنې په موخه يې، درايم ولسوالۍ ته پنځه ډلې لېږلي او په ټوله کې ناروغان تر درملنې لاندې دي او ناروغي کنټرول  شوې ده.
 همدارنګه ګرځنده ډلو د ياد مکروب د له منځه وړلو په موخه په څاګانو کې کلورين اچولي دي.
 ډاکټر خاوري زياته کړه، چې د څېړنو له مخې، ياده ناروغي، د غيرصحي او يخو اوبو له امله، چې د تخار ولايت څخه درايم ولسوالۍ ته رابهيږي او خلک يې د ګرمۍ له امله څښي، خپره شوې ده.
  د عامې روغتيا د مشر په وينا، ددې ناروغۍ نوم"اوبا" او کولرا ته ورته ناروغي ده، چې د ناروغانو د خواګرځېدنې او نس ناستې لامل کېږي.
 د درايم د چپې درې سيمې يوه اوسېدونکي نظربېګ پژواک ته وويل:" زموږ د کورنۍ څلور کسانو به د اوبو له يوې لويې زيرمې اوبه څښلې، بيا ډېر ناروغه شوو او استفراغ به مو کاوه."
هغه زياته کړه، چې ډاکټران د اختر په ورځو کې سيمې ته راغلي وو او د ناروغانو درملنه يې وکړه، چې اوسمهال هغوى هم صحي روغتيا موندلې ده.
 د بدخشان د عامې روغتيا مشر وايي، چې د ناروغۍ په درملنه کې له دوى سره د نړۍ وال روغتيايي سازمان WHO، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق UNICEF او ميرلين  Merlineموسسو مرسته کړې او په سيمه کې يې له دوى سره عملاً شتون درلود او له روغتيايي ټيمونو سره يې مرسته کوله.
 هغه وويل، چې اوسمهال دغه ټيمونه فيض اباد ته ستانه شوي، خو د افغاني سرې مياشتې ټولنې دوه ډلې په سيمه کې شتون لري، تر څو په دې ناروغۍ د بيا له اخته کېدو څخه مخنيوى وکړي.
 د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ د روغتيايي ډلو هر کلى وکړ او ويې ويل، که چېرې دوى په مناسب وخت سيمې ته نه واى رسېدلې، نو ممکن و، چې نور هېوادوال به مو هم له لاسه ورکړي واى.
 د بدخشان روغتيايي برخې چارواکي وايي، چې تر اوسه دغه ناروغي په سمه توګه نه ده تشخيص شوې او د ناروغانو د وينې نمونه کابل ته لېږدول شوې ده.
  د عامې روغتيا وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د روغتيايي ډلو له استولو او په خپل وخت د يادې ناروغۍ د تشخيص په اړه ويلي، چې دغه وزارت د ګرمۍ په موسم کې د نس ناستې ناروغۍ رامنځته کېدل له توقع لرې نه ګڼي.
 په خبرپاڼه کې په ډاګه شوې، چې د هغو لابراتواري ازمايښتونو په پايله کې، چې په فيض اباد ښار کې تر سره شوي د ناروغانو په غايطه موادو کې انتانات شګيلا او جيارديا ښودل شوې دي او په درايم ولسوالۍ کې ټول ثابت او ګرځنده مرکزونه له اړينو درملو او کارکوونکو سره د خلکو په چوپړ کې دي.   
 د ويلو ده، چې دوه کاله وړاندې د بدخشان په ياوان ولسوالۍ کې هم د سينه بغل ناروغۍ ٢٢ تنه مړه کړي وو او نور لسګونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي وو، چې وروسته يې بيا د روغتيايي ډلو له لوري درملنه وشوه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.