accidents

 
جلال اباد (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٢): د روان لمريز کال له پيل راهيسې د کابل– تورخم د لويې لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښو له امله لسګونه کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپيان دي.
دغه لويه لار د هېواد يوه له خونړيو لارو ده او ډېرى مهال ترې د ترافيکي پېښو خبرونه ورکول کېږي.
د ننګرهار د ترافيکو مدير سمونوال اسدالله يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې په ننګرهار کې ورسره شاوخوا ٥٩ ترافيکي پېښې ثبت شوې دي.
دى وايي، چې په ياد شمېر ترافيکي پېښو کې ٤١ تنه وژل شوي او ٧٦ نور ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((په وژل شوو کې ١٩ سړي، پنځه ښځې او ١٧ ماشومان شامل دي، چې له دې ډلې ډېرى يې روغتون ته نه دي رسول شوي.
يوسفزى وايي، په ټپيانو کې ٤١ سړي، ١١ ښځې او ٢٥ ماشومان دي، چې ډېرى يې روغتون ته وړل شوي دي.
دى د ترافيکي پېښو د ډېروالي لامل هم د موټرو ګڼه ګوڼه، د چلوونکو نامسلکيتوب او د دوه طرفه سړکونو نشتوالى بولي.
د ننګرهار د ترافيکو مدير وويل: ((موټر ورځ تر بلې زياتېږي، که چېرې سړکونه دوه طرفه نه شي ستونزې راولاړېږي.))
د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکتر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، چې د کال له پيل راهيسې ١٢٨١ ټپيان يوازې له ترافيکي پېښو ور وړل شوي دي.
نوموړى وايي، چې له دغه شمېر ټپيانو ١١ يې وروسته مړه شوي دي.
ده زياته کړه: ((يو شمېر داسې هم شته چې له سره موږ ته نه دي راوړل شوي او په پېښه کې يې ساه ورکړې وي.))
دى وايي، چې يادې پېښې د تورخم-کابل پر لويه لار او همداراز د ننګرهار په يو شمېر نورو فرعي او عمومي سړکونو رامنځته شوې دي.
ډاکټر همايون زهير د تېر کال په پرتله د سږکال په لومړيو دريو مياشتو کې د ترافيکي پېښو په کچه کې زياتوالى ښيي او وايي، چې يو شمېر ترافيکي پېښې په سيمه ييزو روغتونو کې هم ثبت شوې دي.
همداراز د ننګرهار ولايت د غني خېلو ولسوالۍ روغتون امر ډاکتر رحمان ګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو دريو مياشتو کې ٤٥ تنه مړه او ټپيان ور وړل شوي دي.
نوموړى وايي، چې له يادو ٤٥ تنو څخه يې ٨ تنه مړه او پاتي نور يې ټپيان دي.
ده زياته کړه: ((يو شمېر ناروغان چې دلته راوړل شوي ټپيان وو خو ډېر شديد نو هغه يا جلال اباد ته استول شوي او يا هم پېښور ته کېداى شي په هغوى کې هم مړه موجود وي.))
د کابل د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل شاغاسي احمدي پژواک ته وويل، چې په تېرو دريو مياشتو کې د سروبي ولسوالۍ اړوند خاکي تونل او ملا برجان د قبر ترمنځ په ترافيکي پېښو کې ١٧ تنه وژل شوي او شاوخوا ٥٠ نور ټپيان شوي دي.
نوموړى وايي، يو شمېر داسې ترافيکي پېښې هم رامنځته شوې چې له سپرليو سره موټر سيند ته لوېدلي، خو د هغو احصائيه دوى ته معلومه نه ده.
ده زياته کړه: ((د ترافيکي پېښو د زيادښت يو لامل هم همدا ده چې سړک يو دى او د موټرو تګ راتګ زيات دى.))
بلخوا د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نوي کال له پيل څخه په دغه ولايت کې شاوخوا ١٥ ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي.
نوموړى وايي، چې په يادو پېښو کې ١٩ تنه وژل شوي چې ١٢ يې ماشومان شپږ سړي او يوه ښځه ده او ١٢ نور ټپيان دي.
ځواک سږ کال د ترافيکي پېښو د ډېروالي يو علت هم ورځ تر بلې د موټرو زياتېدل ګڼي او وايي چې هغه وخت به د ترافيکي پېښو کچه ټيټه شي کله چې دوه طرفه سړکونه جوړ شي.
نوموړى وايي، چې د کابل-جلال اباد لويه لار له لغمان ولايت څخه هم تېريږي چې د ترافيکي پېښو د ډېروالي يو لامل د موټر چلوونکو نامسلکيتوب هم دى او په کار ده چې په دې برخه کې اقدامات وشي.
د کابل اډې يوه ډريور ښايسته خان پژواک ته وويل، چې د ترافيکي پېښو د زياتوالي يو لامل هم د چلوونکو نامسلکيتوب دى.
دى وايي، که چېرې ترافيک هر هغه چلوونکى چې د موټر چلولو جواز نه لري جريمه يې کړي نو د ترافيکي پېښو په کموالي کې به مرسته وکړي.
هغه زياته کړه: ((بل، سړکونه ګورو چې تنګ دي اکثره يې داسې تخريب شوي که تېز پرې راغلې درباندې چپه کېږي.))
نوموړى وايي، چې ډېرى ترافيکي پېښې د تورخم-کابل پر لويه لار رامنځته کېږي او که چېرې دغه سړک دوه طرفه شي نو ستونزه به هواره شي.
د يادې لويې لارې مسافرين د ترافيکي پېښو له زياتوالي شکايت کوي او زياتوي چې د سړک تنګوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي ترافيکي پېښې رامنځته کوي.
د جلال اباد ښار يو اوسېدونکى عبدالصبور چې هره اونۍ کابل ته د دندې لپاره ځي، وايي چې ډېرى مهال په لاره کې د ترافيکي پېښو شاهد وي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد سړک سور کم دى او د موټرو ګڼه ګوڼه زياته ده، چې له امله يې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.
نوموړي دغه راز د موټرو چلوونکو بې احتياطي هم د دې پېښو يو ستر لامل بولي.
د يادونې ده، تېر کال د دې لارې په اوږدو کې شاوخوا ٢٥٠ کسان وژل شوي وو او تر څلورو زرو زيات ټپيان وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.