Najiba, a teacher

 
جلال اباد (پژواک٢٥چنګاښ٩٢): د ننګرهار د يوې لېسې ښوونکې وايي، چې د ولايتي شورا غړې او د هغې خاوند يې په مرګ ګواښوي.
 په جلال اباد کې د تجربوي لېسې يوې ښوونکې نجيبې د چنګاښ په٢٥مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکې کې وويل، چې د ننګرهار د ولايتي شورا غړې  محترمه امين او خاوند له لوري ورته د مرګ ګواښونه شوي دي.
 هغه وايي، د محترمه امين درې لوڼې او يو زوى په تجربوي لېسې کې زده کړې کوي، چې خاوند به يې هره ورځ د نجونو ښوونځي ته راته، ترڅو د لورګانو لپاره لوړې نومرې واخلي.
 نوموړي زياتوي: ((دغه سړى ما هره ورځ د راتګ څخه منع کړ، ځکه دا د نجونو مکتب دى، مګر هغه له ما سره لفظي شخړه وکړه.))
 د نجيبې په خبره، له ډېرو سپکو سپورو څخه وروسته يې راته د مرګ ګواښونه وکړل او راته يې وويل: ((باډي ګارډ ته اوس امر کوم چې سل ډزه دې وولي.))
 نوموړې پژواک ته زياته کړه، له هغې وروسته له ولايتي شورا څخه د پوهنې رياست ته يو مکتوب استول شوى و، چې په کې يې دا او د سيلور په نوم يوه بله ښوونکې بداخلاقه معرفي کړې وې.
 ښوونکې نجيبه وايي: ((له تېرو څو مياشتو راهيسې دا ډرامه روانه ده، نور يې رواني تکليف راته پيدا کړى دى.))
 د تجربوي د نجونو د لېسې مديره فريده عظيمي وايي، د محترمې امين خاوند او نوموړې تل پر ښوونکو فشارونه وارد کړي او يو شمېر ښوونکو له خپلې وېرې د هغې ماشومانو ته نومرې ورکولې.
 هغه وايي: ((ولايتي شورا نه يو مکتوب راغلى و او داسې څه په کې راغلي و، چې روژه ده، زه يې نه شم ويلى.))
 نوموړې يادې ښوونکې ګرمې نه بولي او زياتوي، له ولايتي شورا نه ډېرى وخت په بېلابېلو بڼو د تجربوي لېسې پر ښوونکو فشارونه راغلي دي.
 يوه بله ښوونکې چې د نوم له ښودلو ډډه کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې محترمې امين ځکه له ولايتي شورا څخه د پوهنې رياست ته مکتوب استولى و، چې د خاوند ګواښونه يې پټ شي.
ښوونکې وايي: ((دلته يې نجيبې ته د مرګ ګواښونه وکړل او چې کله خبره غټېده، نو ژر يې د ولايتي شورا څخه د بداخلاقۍ مکتوب ولېږه.))
بل خوا د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري، پژواک ته تاييد کړه چې څه موده وړاندې له ولايتي شورا څخه دوى ته د تجربوي لېسې د دوو ښځينه ښوونکو په اړه يو مکتوب استول شوى و، چې په کې يې پر يادو ښوونکو د بداخلاقۍ تورونه لګولي وو.
 دى وايي: ((مونږ پر خپلو ښوونکو د هېچا فشار نه منو او د ښوونکو او زده کوونکو حقوق مونږ ګټو.))
 شينوارى وايي، ياده موضوع څېړي او هېڅ وخت به چوپه خوله پاتې نه شي.
 خو د ولايتي شورا غړې محترمه امين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دې لګېدلي تورونه يواځې او يواځې يوه دسيسه ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.