هرات (پژواک ٢٣چنګاښ ٩٢): په لوېديځ زون کې په تېرو درېيو مياشتو کې د پسرلنيو عملياتو په پايله کې د سلو وسله والو طالبانو د وژلو او ١٣٠ نورو د ټپي کېدو ادعا وشوه.
په لوېديځ زون کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان جنرال تاج محمد جاهد، نن وويل ، چې د روان کال د پسرلي موسم له پيله په هرات، غور، بادغيس او فراه ولايتونو کې يې ٤١ عملياته کړي، چې په ترڅ کې يې وسله والو طالبانو ته ياده مرګ ژوبلې اوښتې ده.
ده زياته کړه، په دې عملياتو کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه او وايي، چې د طالبانو په پرتله يې شمېره لږه ده.
د هغه په وينا، افغان ځواکونه د خلکو د امنيت او په ځانګړي ډول د ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره وړ امنيتي پلانونه تر لاس لاندې نيولي دي.
نوموړى وايي، د پسرلنيو عملياتو له پاى ته رسېدو سره سم د مخالفينو پر ضد د تصفيوي عملياتو دوهم پړاو د "اوړي" عمليات هم پيل شوي دي.
د جاهد په خبره، د روان کال عمليات په بشپړه توګه د افغان ځواکونو تر مشري لاندې ترسره کېږي، بهرنيو ځواکونو يواځې مشورتي او يا هم د اړتيا او غوښتنې پرمهال محدوده ونډه ورسره اخيستې ده.
وسله والو مخالفينو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
Add new comment