Woles Ghag Jirga set up in east

 
جلال اباد (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٢): د ختيځ زون د بېلابېلو قومونو لسګونو مخورو، ځوانانو او د مدني ټولنو فعالينو د ولس غږ جرګې تر نامه لاندې يوه غونډه ترسره کړه.
د دې جرګې غړو چې د چنګاښ په ١٦مه په جلال اباد ښار کې سره راټول شوي وو، په يوه خوله ويل چې پر هېڅ کومې سياسي ډلې ټپلې پورې تړاو نه لري او موخه يې د قومي مخورو د مشورو په وسيله په هېواد کې د کړکېچونو حل دى.
د يادې جرګې مسوول منصف بارکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه جرګه د هېواد د بېلابېلو ولايتونو کې له قومي مخورو جوړه ده او په ټولو ولايتونو کې دا رنګه مشورتي غونډې ترسره کوي.
نوموړى وايي: ((دا جرګه د ولسونو جرګه ده او د روانو کړکېچونو لپاره به مشورتي غونډې کوي، تر څو د حل په موخه يې کار وکړي.))
قومي مشر حاجي محمداسلام پژواک اژانس ته دغه کار نېک ګام وباله او زياته يې کړه ، چې دغه جرګه کولى شي په هېواد کې د ګڼو ستونزو د حل په موخه مشورې وکړي او ستونزې حل کړي.
نوموړي زياته کړه: ((د يو سپېڅلي هدف لپاره زه هم له دوى سره يو ځاى شوى يم او د يوه مثبت بدلون هڅه به کوو.))
د ده په وينا، چې په هېواد کې يو شمېر ټولنې او ډلې رامنځته شوې چې په لومړيو کې خپلواکې وي او وروسته د يو شمېر سياسي ډلو ښکار شوې، خو دوى به هېڅکله د کومې ډلې د اهدافو ښکار نه شي.
د ولس غږ جرګې يو بل غړى خان محمد خاکسار وايي، چې په ګڼ شمېر ولايتونو کې د دوى فعاليتونه مخ په پراخېدو دي او هڅه به وکړي چې ټول هېواد تر پوښښ لاندې راولي.
ده زياته کړه، له دې وړاندې يې په کابل کې يوه مشورتي غونډه کړې چې د هېواد له ګڼ شمېر ولايتونو څخه ورته بېلابېل قومي مشران او سپين ږيري ورغلي وو.
دى وايي، چې د دې جرګې لنډمهال مشر د محمد ظاهر شاه لمسى نعيم خان نادر ټاکلى دى.
دوی وايي، اوس به په ولايتونو کې غونډې پيل کړي، له ولسونو او قومي مخورو سره به په افغانستان کې د روان کړکېچ د ختېمدو او د ښه راتلونکي په اړه ګډې مشورې کوي او د دغو مشورو په پايله کې به په راتلونکي کې عمومي پرېکړه اعلان کړي.
که څه هم د دې غونډې ګډونوال او مسوولين د راتلونکي مشر په اړه کوم څرګند نظر نه لري، خو ويل کېږي چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره هر نوماند غواړي قوي ډله ولري او پلويان يې زيات وي، نو ځينو اشخاصو ورته په مستقيم او غير مستقيم ډول غونډې پيل کړې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.