Food on display in Herat ahead of Ramadan

 
هرات ښار ( پژواک ١٦ چنګاښ ٩٢ ) : په هرات ښار کې د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت د کورنيو توليداتو ښځينه نندارتون د چنګاښ په ١٦مه، پرانستل شو.
د غه نندارتون د هرات د ښځو چارو رياست په نوښت د ښځو د ځانګړي بازار خديجة الکبرا مارکېټ کې پرانستل شوى او درې ورځو پورې به د نندارچيانو پر وړاندې پرانستى وي.
د هرات د ښځو چارو رييسه مېرمن محبوبه جمشيدي ددې نندارتون د پرانستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نندارتون کې د بېلا بېلو توليداتو ٥٠ غرفې ځاى پر ځاى شوې دي.
د هغې په وينا، ددې نندارتون ډېره برخه د ښځو په لاس جوړو توکو ته ځانګړې شوی ده، دغه راز د هرات صنعتي ښارګوټي څخه هم کورني توليدات نندارې ته پکې اېښودل شوي دي.
مېرمن جمشيدي وويل  چې له دغه کاره يې  موخه د روژې مبارکې مياشتې لپاره د خلکو د اړتياو وړ توکو برابرول ، دغه راز د ښځو په لاس جوړ خوراکي او نورو توکو سره بازار پيدا کول دي.
مېرمن سلما دغه نندارتون ته د خوراکي توکو ترڅنګ نور شيان هم پخپله غرفه کې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي دي .
نوموړې پژواک ته وويل چې روژه ماتي او سحري لپاره يې خوراکي توکي لکه مرباح، سوهن حلوا،  اونورشيرني باب توکي ايښي دي.
هغې زياته کړه «زما په هټۍ کې داسې توکې شته چې په کلي والو او ښاري سيمو کې د بې وزلو مېرمنو په لاس جوړ شوي دي ، هيله لرم چې په ښه نرخ به يې خرڅ کړم.))
مېرمن سلما وايي چې د يوې ټولنې په ترکيب کې کار کوي چې نږدې سل تنه مېرمنې پکې ګډون کوي .
په دې نندارتوکې  د هرات صنعتي ښارګوټي کورنيوتوليداتو تر ۱۶ پورې غرفې هم نندارې ته وړاندې شوي چې پکې د بيسکوټ ، ايسکريم او پخلنځي بېلابېل توکي د کتونکو پام ځانته ور اړولى و.
محمد عارف عرفان چې په لومړي ورځ له دې نندارتون څخه ليدنه کړې، پژواک ته وويل چې دلته د روژې مبارکې مياشتې لپاره ښه شيان په ارزانه بيه ترلاسه کېږي .
هغه چې پخپله يې هم يو شمېر توکي رانيولي وو، زياته کړه «زه د دغه توکو په کتنه خوښ شوم، چې په هېواد کې دننه مو داسې په زړه پورې شيان جوړېږی .))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.