Afridi tribe seeks freedom from Pakistan

جلال اباد (پژواک ٥ غبرګولى ٩٢): د ډيورنډ پولې پورې غاړه د خيبر ايجنسۍ افريدي قومونه وايي، چې افغان حکومت دې د دوى غم وخوري او د پاکستان له ظلمونو دې وژغوري.
د افريديو قوم يو شمېر قومي مشران د غبرګولي په پنځمه د ننګرهار د قبايلو رياست ته په دې موخه راغلي وو، څو له افغان حکومته وغواړي چې نور يې د پاکستان له ظلم څخه خلاص کړي.
د تيرا د ميدان قومي مشر رجات خان وايي، چې د پاکستان د دولت له لوري ورباندې ظلمونه شوي او لا هم پرې ځکه روان دي چې دوى له اره افغانان دي.
هغه زياته کړه: ((زه له خپل حکومت نه غوښتنه کوم، چې نور دې موږ د پاکستان ظالم له منګلو خلاص کړي.))
د نوموړي په وينا، افغانستان د دوى کور و او وي به او په هېڅ ډول د پاکستان واکمني نوره پر ځان نه شي منلى.
رجات خان افغان حکومت ته په ډاډ سره وويل، چې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د خيبر ايجنسۍ د باړې سيمې يوه قومي مشر يعقوب خان پژواک اژانس ته وويل، چې له باړې، جمرود او تيرا نه شاوخوا دوه سوه قومي مشران په دې موخه راغلي، چې نور د پاکستان واکمني نه شي زغملاى.
دى وايي، چې په پاکستان کې يې نه چا غږ اورېدلى او نه به يې واوري.
نوموړي زياته کړه: ((خپل وطن، خپل وطن وي، موږ غواړو چې له خپل وطن سره يوځاى شو.))
ملک يعقوب وايي، چې نور  مشران هم را روان دي او ډېر ژر به له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري او خپله ستونزه به ورته وړاندې کړي.
د جمرود قومي مشر سبحان الله وايي، چې نور ملګري يې هم ورپسې را روان دي او غواړي چې خپل حق واخلي. نوموړى وايي، چې دا ډېر عمر يې د پاکستان د حکومت تر چتر لاندې تېر کړي دي او نور نه شي کولى چې خپل وطن له ياده وباسي.
دى وايي: ((موږ ازاد قبايل يو او دلته په افغانستان کې زموږ تعليم شوى دى، دلته موږ خاپوړې کړې دي.))
د ننګرهار د قبايلو رييس وجيه الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې ياد قومي مشرانو څه موده وړاندې له دوى څخه غوښتنه کړې وه، چې ورسره ګوري، خو افغان حکومت ورته لا اجازه نه ده ورکړې.
نوموړى زياتوي: ((اوس په خپله راغلي او وايي، چې موږ افغانان يو او بايد افغان حکومت مو غم وخوري.))
دى وايي، چې له قومي مشرانو سره يې خبرې کړې او پوره معلومات به خپل وزارت ته وړاندې کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.