Pakistan rebuilding Goshta gate

جلال اباد( پژواک ١٥ غويى ٩٢) په ختيځ کې د سرحدي زون د پوليسو چارواکي وايي،چې پاکستاني ځواکونو د ګوشتې د نړېدلې دروازې رغونه نن له سره پيل کړه.
د سرحدي زون د پوليسو دغه لوړ پوړى چارواکى،چې خپل نوم نه ښيي وايي، د دې دروازې د رغونې کار نن غرمه له سره پيل شو.
سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې اړه يې له چارواکو سره خبره شريکه کړې ،خو تر دې مهاله د څه اقدم د پرېکړې خبر نه دى ورته رسېدلى.
شاوخوا له تېرو درېيو اونيو راهيسې د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ ګوشته کې د ډيورنډ پولې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو له لوري جوړې شوې دروازې پر سر د کابل او اسلام آباد تر منځ ناندرۍ راپورته شوې .
تېره اونۍد غويي په ١١مه د افغان سرحدي او پاکستاني ځواکونو تر منځ په سيمه کې نښته رامنځ ته شوه،چې له امله يې دروازه ونړيده ، پنځو افغان او شاوخوا لسو پاکستاني سرتيرو ته  مرګ ژوبله واوښته.
تېره ورځ ولمشر کرزي په يوه خبري ناسته کې ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان نا رسمي پوله وبلله او زياته يې کړه،چې دغه کرښه هيڅ افغان ته د منلو نه ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.