د خوست والي په کابل کې د کېدونکو قراردادونو په اړه اندېښنه وښوده

خوست ښار ( پژواک ۱۰ کب ۹۱ ) : په افغانستان کې دملګرو ملتونو دځانګړي استازي د مرستيال پيټر ګراف ديوپلاوي په مشرۍ دخوست ولايت څخه ليدنه ترسره کړه.
د خوست ولایت مقام لخوا د کب په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی دي چې راغلي پلاوي دخوست والي عبدالجبارنعيمي سره دامنيتي لاسته راوړنو ،ښې حکومتدارۍ د پراختيا او ولسي غوښتنوپه تړاو هراړخيزه خبرې اترې وکړې.
سرچینې زیاته کړې چې په دغه پلاوي کې په افغانستان کې ديوناما دهمغږۍ دبرخې مسوول فيلپو باس کوني اوپه امنيتي برخه کې ديوناما سلاکار ګريست اودملګرو ملتونو دبېلابېلو ادارو يو شمير نورو مسوولينو هم ګډون درلود.
والي عبدالجبارنعيمي په دغه ولايت کې دوروستيو پرمختګونو ،لاسته راوړنو ،ولسي غوښتنو او ديوناما دمسووليتونو په اړه هراخيزه خبرې وکړې او ویې ویل چې دامهال په دغه ولايت کې دښې حکومتدارۍ په پراختيا سره امنيتي حالت ډاډمن شوى اوپه لويه کچه دولس اودولت ترمنځ فاصله کمه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې خوست ولايتي اداره دولسونو دغوښتنو او وړانديزونوپه اساس دپرمختګ لپاره کارکوي اوټولې ولسي غوښتنې يې په خپل وخت له مرکزي ادارو اونړيوالو مرستندويه ټولنو سره شريکې کړې دي.
د خوست والي وويل چې ددې ولایت اوسیدونکي دا مهال دډاډمن امنيت په شتون کې بنسټيزو پروژو ته اړتيا لري ټولې  نړيوالې مرستندويه ټولنې بايد ددغه ولايت دولسونو په خوښه پروژو پلي کيدوته اساسي توجه وکړي ،ترڅو په دغه سرحدي ولايت کې له يوې خوا خلکوته دکار زمينه مساعده شي اودبلې خوا ټولې هغه ستونزې چې دامهال ولسونه ورسره مخامخ دي هوارې شي.
نعيمي په خپلو څرګندونو کې  دپرمختګ ،بيارغونې او ولسي ستونزو په هواري کې ديونامارول کليدي  اوساسي ياد کړ،له راغلي پلاوي يې وغوښتل چې دغه ولايت ته دمرستندويه ټولنو دهمکارۍ اومرستې په جلب کې محوري  رول اداء کړي اودخپلو سرچينو له لارې دخوست ولايت دولسونو غوښتنې تر مرستندويه بنسټونو پورې ورسوي.
په افغانستان کې دملګرو ملتونو دسرمنشي دځانګړي استازي دمرستيال لوى سلاکار پټير ګراف په خوست کې ددولت او ولسونو ترمنځ په رامنځته شويو ټينګو اړيکو خوښي څرګنده کړه اودغه کاريې دښې حکومتدارۍ دپراختيا او دولتي حاکميت دټينګښت لپاره ترټولو اساسي ګام ياد کړ.
نوموړي وويل چې په خوست کې شوى پرمختګ او انکشاف دستاينې اوپام وړ دى او زیاته یې کړه څوک چې په ژمنتيا او مسووليت سره دخپل ولس لپاره کارترسره کړي په پايله کې زيات مثبت پرمختګونه رامنځته کيږي.
نوموړي په دغه ليدنه کې دخوست ولايتي ادارې مشرتابه ته  دولايتي ادارې دوړانديزونو په اړه دهراړخيز همکارۍ ډاډ ورکړ په دې اړه يې وويل چې دخوست دولسونو ټولې غوښتنې اوپه دغه ولايت کې دپرمختګونو په وړاندې دپرتو ستونزو په اړه به دخپلو ادارو سره ټول معلومات شريک کړي ترڅو يوناما دخپل مسووليت په اساس لازمه همکاري ترسره کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.