د محکمې له لوري برائت شوي بنديان لا هم د خوست په محبس کې دي

خوست ښار (پژواک، ١٧ کب ٩١): د خوست د استيناف محکمې رييس وايي، چې د دې ولايت په محبس کې شپږ هغه بنديان ، چې د محکمې له لوري برائت ورکړل شوى، اوس هم بنديان دي.
دا څرګندونې د خوست ولايت د استيناف محکمې رييس عبدالطواف، نن د خوست په مرکزي محبس کې له بنديانو سره د کتنې پرمهال وکړې.
دى وايي، يادو شويو شپږو بنديانو ته يوه مياشت وړاندې محکمې برائت ورکړى او د محکمې له پرېکړې سره سم بايد خوشې شوي واى، خو تراوسه هم په زندان کې شپې او ورځې تېروي.
نوموړي ادعا وکړه، چې د استنياف څارنوالۍ د دغو بنديانو د خوشې کېدو مخه نيولې ده.
د خوست د محبس امر ډګروال روح الله کريم هم مني ،چی ځينې بنديان، چی د محکمې له لوري ورته د خلاصېدو امر شوی و، اوس هم په زندان کې دي.
دی وايی، د ولسمشر د ۱۲۹مې ګڼې فرمان له مخې، هر هغه څوک چې محکمې ورته برائت ورکړی، يوه شېبه هم  بايد په زندان کې پاتې نه شي.
خو د خوست د ملي امنيت د داخلي او خارجي څارنوالۍ مسوول غلام رسول خپلواک بيا وايي، دا کسان ځکه نه دي خوشې شوي، چې چا يې قانوني ضمانت نه دى کړى.
دى زياتوي: "که همدا شېبه يې هم څوک ضمانت وکړي، نو د خلاصېدو امر به يې وکړي."
د استيناف محکمې د رييس د معلوماتو له مخې، يو بل تن بندي چې نږدې دوه کاله په زندان کې بندي دی، تراوسه پورې څارنوالۍ ورته دوسيه نه ده جوړه کړې.
خو د خوست د استيناف څارنوالۍ مرستيال لعل بهارشاه بيا وايي، چې دا کس د پوليسو له لوري لاس په لاس د قتل په تور نيول شوی او ځان يې ګونګى کړى دى.
د ده په وينا، دغه کس له لومړۍ ورځې تراوسه پورې خبرې نه دي کړي، خو ډاکټران يې روغ بولي.
د خوست په محبس کې دا مهال ۴۸۳ تنه چې په سياسي، جنايي او حقوقي جرمونو نيول شوي  ، بنديان دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.