په دغو مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي، د خوست د سولې د ولايتي دفتر مشر مولوي حنيف شاه حسني او د دغه ولايت ګڼو شمېر قومي مشرانو علماء کرامو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.
دغه ودانۍ د خوست ښار شمال لوېديځ ته د خواجه متون د غونډۍ په لمن کې د خوست والي ته د جوړ شوي کور ترڅنګ جوړېږي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده ودانۍ څه د پاسه ۲۰ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې په خوست کې د مېشتې پي ار ټي (ولايتي بيارغونې ډلې) له خوا ورکول کېږي.
نعيمي زياته کړه چې دغه ودانۍ به ۱۴ خونې، دوه سالونونه، خوړنځي او د قومي شخړو د هواري د کمېسيون لپاره يو مجهز دفتر ولري.
ده وويل، دا ودانۍ په پنځه جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې کار به يې په روانو شپږو مياشتو کې بشپړ شي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي دا هم وويل، چې په دغې ودانۍ کې به يو دفتر د قومونو او قبيلو ترمنځ د روانو شخړو د هواري لپاره هم وي.
د خوست د سولې د عالي شورا د ولايتي دفتر مشر مولوي حنيف شاه حسني پژواک ته وويل، چې د يادې ودانۍ جوړېدل به د دوى پر کارونو مثبت اغېز وکړي.
ده زياته کړه، چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به وکولى شي، چې د قومي مشرانو، علماء کرامو او سيمې له مخورو سره په ډېرې اسانۍ غونډې جوړې کړي او خلک سولې ته راوبولي.
يوه قومي مشر رسول محمد تڼي، د دغې ودانۍ پر جوړېدو خوښي وښوده او پژواک ته يې وويل، له دې وروسته به ټولې هغه غونډې چې د قومونو ترمنځ د شخړو د هواري لپاره کېږي، همدلته ترسره کېږي.
هغه زياته کړه، چې خلک به په اسانۍ سره دغه ځاى ته راځي او د قومي مخورو له خوا به يې ستونزې هوارېږي.
د يادولو ده، چې دوه اونۍ وړاندې د خوست ولايت د ګمرک د تاسيساتو د ودانيو بنسټ هم کېښودل شو.
Add new comment