خوست ښار (پژواک ١٣ ورى ٩١): د خوست د ولايتي شورا پخوانى اداري پلاوى وايي، چې دوى ته د دې شورا د اداري پلاوي ټاکنې د منلو نه دي او اوس هم دوى قانوني اداري پلاوى دى.
د خوست د ولايتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې د تېرې پنجشنبې ورځ له دوو مياشتو ځنډ وروسته په داسې مهال ترسره شوې، چې څلورو غړو يې ګډون نه و په کې کړى.
د دغو ټاکنو په ترڅ کې د رايو په اکثريت داوودشاه مکين زوی د ولايتي شورا د رييس، جان مير ځاځی مرستيال او زهره جلال د دې شورا منشي وټاکل شوه.
د خوست د ولايتي شورا پخواني پلاوي نن (د وري ١٣مه) په خوست کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې شوې ټاکنې د ولايتي شوراګانو د قانون خلاف وې او دوى ته د منلو نه دي.
د دغې شورا پخواني رييس مراد خان منګل وويل، چې د ولايتي شوراګانو د قانون له مخې بايد په ټاکنو کې د نهو کسانو څخه شپږ تنو ګډون کړى واى.
د هغه په وينا، په ترسره شوو ټاکنو کې د خوست د ولايتي شورا له نهو غړو پنځه تنه حاضر وو، چې دوی ته د منلو نه دي.
نوموړي زياته کړه، دغه راز تر هغې چې د تېرې دورې رييس، مرستيال او منشي خپل استعفا ليکونه د ټولو غړو په حضور کې وړاندې نه کړي، ټاکنې نه شي ترسره کېدای.
مرادخان د پژواک د دغه پوښتنې په ځواب کې، چې ټاکنې بايد د سلواغې مياشتې پر شپږمه نېټه ترسره شوې وای، ولې وځنډېدې؟ وويل، چې د تېرو څو اونيو په اوږدو کې د دغې شورا ځيني غړي په سفرونو تللي وو.
ده زياته کړه، دا چې د ټاکنو د رايو لپاره د غړو شمېر نه پوره کېده، نو له دې امله ټاکنې وځنډېدې.
خو د خوست د ولايتي شورا نوي ټاکل شوي رييس داوود شاه مکين زوی پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمه ييزو ارګانونو د ورلېږل شوي مکتوب له مخې دوی حق لري، چې د اکثريت غړو په شتون کې رايه اچونه ترسره کړي.
د ده په وينا، د شورا پنځه غړي موجود وو او ټاکنې يې ترسره کړې، چې په ترڅ کې يې اداري پلاوی وټاکل شو.
ده وويل: ((موږ په وار وار له دوى څخه د ټاکنو غوښتنه کړې، خو هغوى له دې وېرې چې چوکۍ يې له لاس وځي، ټاکنو ته نه حاضرېدل.))
د يادونې ده، چې د خوست ولايتي شورا نهه غړي لري، چې درې يې ښځې دي او په ټاکنو کې يې پنځو غړو ګډون کړى و.
Add new comment