د خوست ولايتي شورا خپل دفتر وتاړه

خوست ښار (پژواك ٦ زمرى۹۰) : د خوست،پکتيا او پکتيکا د ولايتونو په لسو ولسواليوكې مېشت ځدراڼ قوم له افغان دولت او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې دوى ته دې د بيارغونې پروژې پيل او امنيتدې تامين کړي.
دوی نن د (زمري په ۶مه) د يوې غونډې په ترڅ كې، چې په خوست ښار كې د همدې شورا په دفتر كې جوړه شوې وه ګواښ وکړ، چې که دغه کار ژرترژره ترسره نه شي،نو له دولت سره به له هر ډول همکارۍ لاس واخلي.
د ځدراڼ مېشتولسو ولسواليو د شورا مشر فضل الرحيم پژواک اژانس ته وويل،چې په تېرو لسو کلونو کې،څرنګه چې لازمهده، چا ورته خدمت نه دى کړى.
ده زياته کړه،چې سړکونه يې خراب دي،پاکې اوبه نه لري،روغتيايياسانتياوې ورته ه دې برابرېاو د پوهنې په برخه کېهمله ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 د خوست دسپېرې ولسوالۍ يو قومي مشر شېرازوايي،چېد دوى تر ټولولويه ستونزه د امنيت نشتوالی دی.
ده پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دنوې ادارې په راتګ سره د ځدراڼو په لسو ولسواليو کې ۱۲۴قومي مشران،علمااو مخور ناپېژانده وسلوالوتښتولي اوبيايېوژلي دي.
د پکتيکا د ګيانې ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر لعلمير وويل،د ناټو ځواکونو له خپلسرو عملياتو،چې دشپې پر کورونو ترسره کېږي په تنګ راغليدي.
ده زياته کړه: ((ناټو په خپلوعملياتو کې تل بې ګناه کسانو ته زيان اړوي،چې ژوندۍبېلګه يې دوه اونۍ وړاندې په دوه مندهكې د۱۳کسانو ملكي وګړووژل دي.))
ځدراڼ قومد غونډې په پای کې د يو شپږ ماده ييز پرېکړه ليك په صادرولو ګواښ وکړ، چې که دولت يې په غوښتنو غور ونه کړي،نو دوى به ورسره له هر ډول همکارۍلاس واخلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.