په خوست کې يو بندې د مرګ تر بريده وهل شوى

خوست ښار (پژواک ٢١ تله ٩٠): په خوست کې د يوه بندي کورنۍ او ډاکتران وايي، چې د ملي امنيت د رياست د کارکوونکو له خوا د دوى بندي د مرګ تر بريده وهل شوی، خو د دغه ولايت د ملي امنيت رياست دا خبره ردوي.د خوست د ولايتي روغتون يوه ډاکتر د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماسپښين د ملي امنيت د رياست له لوري د دوى روغتون ته د مولوي عبدالله په نوم يو بندي د درملنې لپاره ور وړل شوى، چې روغتيايي حالت يې ډېر خراب دی.
دغه ډاکتر، چې د نوم له اخيستو ډډه کوي، وايي، له نښو نښانو داسې ښکاري، چې دغه بندي ډېر زيات وهل شوی او حتا تر دې چې بډوډو يې خپل فعاليت پرېيښى دى.
د سرچينې په خبره، نوموړي بندي، چې له کله دوى ته وروړل شوى، خوراک او څښاک نه کوي.
د دغه ډاکتر په وينا، د خوست ملکي روغتون د وهل شوي بندي په درملنه کې پاتې راغلى او غواړي د ښې درملنې په موخه يې کوم بل روغتون ته ولېږي.
د وهل شوي بندي ورور حبيب الله له پژواک سره په خبرو کې وويل، چې دوى د صبريو ولسوالۍ د نوري کلي اوسېدونکي دي او ورور يې دېرش کلن مولوي عبدالله په رحيم کلي کې ملا امام او د صبريو په عالي لېسه کې ښوونکی دی.
حبيب الله زياته کړه، چې ورور يې د تلې د مياشتې په نهمه د ملي امنيت کسانو په خوست ښار کې نيولى و.
هغه وويل: ((زه په ډاډ سره وايم، چې ورور مې بې ګناه دی او له هېڅ ډلې سره تړاو نه لري.))
دى ادعا کوي، چې ورور يې د ملي امنيت د کارکوونکو له خوا دومره وهل شوی، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې يې له تشو متيازو سره وينې خارجيږي.
د حبيب الله په خبره، د وررو ځان يې لاندېزن خوږ دى، کله چې يې د ځان په کومه برخه لاس ولګېږي نور درد ورته کوي.
ده په ژړغوني غږ وويل: ((ګومان نه کوم، چې وروربه مې ژوندی پاتې شي.))
د مولوي عبدالله مقتديان او کليوال هم د نوموړي په نيولو او وهلو سخت خفه دي او ادعا کوي، چې مولوی عبدالله بېګناه نيول شوی دى.
خو د خوست د ملي امنيت رييس جنرال عبدالواسع پژواک ته وويل، چې دوى مولوي عبدالله نه دى وهلى.
د هغه په وينا، وهل او ټکول ځان ته اثار لري، چې د هغه پر ځان نه ليدل کېږي.
جنرال احمدزي زياته کړه، چې دوى مولوي عبدالله پنځه ورځې مخکې محبس ته سپارلى دى.
د خوست د ملي امنيت رييس وويل، چې د بشر د حقونو، يوناما او نورو ادارو پلاوي هر وخت راځي او د دوى له زندانونو ليدنه کوي.
دا په داسى حال کې ده، چې ملګرو ملتونو له افغان زندانيانو سره د ملي امنيت د کارکوونکو او ملي پوليسو له خوا د بد چلند او شکنجو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د تلې په ١٨مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) له خوا په يوه خپور شوي راپور کې ويل شوي، چې د ملي امنيت کارکوونکي او پوليس له زندانيانو سره د څېړنو او ګروېږنو پر مهال له سختو او درنو سزاګانو کار اخلي او ډېر ناوړه چلند ورسره کوي.
په راپورکې ويل شوي، چې په دغو سزاګانو کې پر پلاستيکي پايپونو، برېښنايي کېبلونو، شنو لښتو او کوتکونو وهل، د برېښنايي شاکونو ورکول، د پښو له ګوتيو د نوکانو ايستل، پر خصيو فشار راوستل، پر جنسي تېريو ګواښل او داسې نورې شاملې دي.
يوناما هم په خپل راپور کې د هرات، کندهار، لغمان او په کابل کې د ملي امنيت د رياست ترڅنګ يې د خوست د ملي امنيت رياست، په يادو شکنجو کې شامل بللي دي.
د اروپايي ټولنې له خوا هم په يوه خبرپاڼه کې له زندانيانو سره د ملي امنيت او ملي پوليسو له خوا د ناوړه چلند په اړه ژوره اندېښنه ښودل شوې ده.
خو د ملي امنيت عمومي رياست او د کورنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړى او وايي، چې دوى په دغو شکنجو کې لاس نه لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.