د خوست والي په کابل کې د کېدونکو قراردادونو په اړه اندېښنه وښوده

خوست ښار (پژواک ١٣ چنګاښ ٩١): د خوست والي وايي، چې دفاع وزارت په دغه ولايت کې د پرمختګ او پراختيا مخه نيولې ده.د خوست والي عبدالجبار نعيمي له پژواک اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، چې ملي دفاع وزارت ورته د پرمختګونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د هغه په وينا، دوه کاله کېږي چې د خوست ښار لپاره يې د ښار جوړونې وزارت له لوري ماسټر پلان جوړ کړى خو د دفاع وزارت يې د پلي کېدو پر مخ کې خنډ ګرځېدلی دی.
نوموړي زياته کړه، چې ياد وزارت دې ته تيار نه دى، هغه ځمکې  چې ښاري پراختيايي ماسټر پلان په کې پلى کېږي، د خوست ښاروالۍ ته په واک کې ورکړي.
والي وويل: ((د ملکيتونو د تبادلې په اړه د ولسمشر له لوري امر شوی، موږ څو ځلې په دې اړه له ياد وزارت  سره غږېدلي يو، ولايتي شورا پرې له اړوند وزارت سره خبرې کړې، قومي مشران مو ورلېږلي، خو بيا هم دفاع وزارت دې ته تيار نه دی، چې خپلې  ځمکې  ښاروالۍ ته وسپاري.))
د ده په خبره، دغه وزارت د يو شمېر بنسټيزو پروژو د پلې کېدو مخه هم نيولې ده.
دى وايي، چې په خوست ښار کې د نږدې ۱۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د پوهنې، کرنې او سړکونو په برخو کې ګڼې پروژې منظورې شوې وې، خو د دفاع وزارت د مخالفت له امله بېرته مستردې شوې.
ده وويل، چې په دغه کار د خوست ولايتي اداره، مدني ټولنه، قومي مشران او خلک ډېر خواشيني شوي دي.
عبدالجبار نعيمي وايي، چې دفاع وزارت د خوست ښار سوېل ته پر خپله ځمکه کې خپلسري دوکانونه جوړ کړي، چې د دغه ښار امنيت يې له ګواښ سره مخ کړی دی.
ده زياته کړه، ډېرى ناوړې کړنې چې په خوست ښار کې رامنځ ته کېږي، همدغه د دفاع وزارت له لوري په خپلسرو جوړو شوو هټيو کې پلان او بيا وروسته په دولتي مرکزونو او ښار کې ترسره کېږي.
نعيمي وايي: ((د دغو دوکانونو د کرايې د ټولولو په موخه دفاع وزارت د خوست ښاروالۍ ترڅنګ ځان ته بېله ښاروالي جوړه کړې او راټول شوي عوايد د دولت خزانې ته نه بلکې د دوی  شخصي جېبونو ته ځي.))
نوموړي دغه راز زياته کړه، هغه نومرې چې د تېرو اوو کلونو په اږدو کې د بېلابېلو واليانو له لوري بې سرپناه خلکو ته ورکړل شوې، پيسې يې بانک ته تحويل کړې او ټول قانوني پړاوونه يې تېر کړي، اوس يې د وېش مخه د دفاع وزارت نيولې ده.
د هغه په وينا، په دې سره نږدې څلور زره  کورنۍ بې برخليکه ګرځي او د سرپناه له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.
نعيمي وايي، چې که يادې ستونزې ته د هوارۍ لار ونه موندل شي او دغو زرګونه کورنيو ته ورکړل شوې نومرې توزېع  نه شي، نو د دولت او ولس ترمنځ شته واټن به نور هم پسې زيات شي.
د خوست د ولايتي شورا مرستيال سيدکريم خاکسار هم مني، چې دفاع وزارت په خوست کې د بيارغونې د ډېرو پروژو مخه نيولې ده.
د هغه په وينا، دولت په پام کې لرله، چې په خوست ښار کې د نجونو د لېسې لپاره يوه درې پوړيزه ودانۍ ورغوي، د مېوو او سبزيو لپاره سړې خونې، تفريحي پارکونه او يو شمېر مهم  سړکونه جوړ کړي، خو ياد وزارت يې کلک مخالفت وکړ او د پروژو د پلې کېدو مخه يې ونيوله.
نوموړي تور ولګاوه، چې د دغه وزارت يو شمېر چارواکي له مافيايي کړيو سره لاس لري او پر خپل سر پر خلکو د دفاع وزارت ملکيتونه پلوري.
ده وويل، چې دغه کار د خوست له خلکو سره لويه جفا ده او په حقونو يې سترګې پټول دي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي پژواک اژانس ته د دې موضوع په اړه بې خبري وښوده او په اړه يې څه ونه ويل.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه په خوست کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ لوا د قوماندانۍ نظر هم واخلي، خو ونه توانېد.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.