پاراخ ( پژواک ٥ لړم ٩٢ ) : د پنجشېر ولايت اوسېدونکي وايي ، چې په دې ولايت کې د بيارغونې په برخه کې کارونه شوي، خو د بنسټيزونو کارونو د کموالي له مله د خلکو په ژوند کې ډېر بدلون نه دى راغلى.
دوى وايي، چې په دې ولايت کې پر سيند پول جوړ شوى، واړه پولګوټي جوړ شوي، د کرنيزو ځمکو لپاره ويالې او استنادي دېوالونه هم جوړ شوي دي.
د پنجشېر ولايت د بازارک سيمې يو تن اوسېدونکى شاوېس وايي، چې په دې ولايت کې د بيارغونې په برخه کې ډېر کار شوى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ددې ولايت سړک پوخ دى او د ځينو ولسواليو سړکونه هم جوړ شوي او پر نورو کار روان دى.
دى وايي ، چې د کليو او پراختيا رياست په دې ولايت کې دبيارغونې په برخه کې ډېر کار کړى او اوس غواړي ، چې د غرونو له چينو څخه د خلکو کورونو ته تصفيه شوې اوبه تېرې کړي.
هغه زياته کړه : (( د خلکو مهمه ستونزه د څښلو لپاره د پاکو اوبو نشتوالى و، دغه راز کرنيزو ځمکو هم ډېرې اوبه نه درلودې، چې اوس هوارې شوې دي. ))
د احمد رشاد په نامه ددې ولايت د پراختيايي شورا يو تن غړي او د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى وايي، چې د کليو او پراختيا رياست له خوا ددوى کرنيزو محصولاتو لپاره سړې خونې جوړې شوې دي.
دى وايي، چې د پنجشېر کروندګر کابل او نورو ولايتونو ته مڼې، زردالو، توت او کچالو صادروي ، پخوا به يې په ارزانه بيه بازار ته عرضه کول، خو اوس چې سړې خونې جوړې شوي، نو په ښه بيه يې عرضه کوي او ډېره ګټه لاسته راوړي.
رشاد زياتوي، چې يواځې د نړيوال بانک له خوا په دې ولايت کې د ٦٠٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د بيارغونې کارونه شوي دي.
د پنجشېر ولايت يو تن بزګر مرتضى پژواک ته وويل، چې  د سړو خونو له جوړولو سره ددې ولايت کروندګرو ته ډېره ګټه ورسېده.
هغه زياته کړه ، چې پخوا يې تازه مېوې خرابېدې، خو اوس يې په سړو خونو کې ساتي او وروسته يې په ښه بيه پلوري.
د پنجشېر د کليو او پراختيا رييس عبدالعظيم خرمي وايي، چې په دې ولايت کې د بيارغونې د کارونو پرمخ وړلو لپاره يې ٢٣٤ پراختيايي شوراګانې فعالې کړې دي.
د نوموړي په وينا، په هره شورا کې ١٢ کسان کار کوي او له دوى سره په همغږۍ د بيارغونې کارونه  ترسره کېږي.
خرمي پژواک ته وويل ، په روان لمريز کال کې په دې ولايت کې د سلګونو زرو امريکايي ډالرو په لګښت د بيارغونې کارونه شوي  او ټاکل شوې ده ، چې په راتلونکي کې هم د بيارغونې ګڼ شمېر پروژې پلې شي .
هغه وايي ، چې د بيارغونې پيسې پر شوراګانو په مساوي توګه وېشل کېږي، چې له دې سره استنادي دېوالونه، د کرنيزو ځمکو لپاره د ويالو، بندونو او پلونو جوړول او د کرنيزو ماشينونو اخيستل دي.
د پنجشېر د والي وياند عبدالکبير واثق هم وايي، چې ددې ولايت د بيارغونې په برخه کې د پام وړ کارونه شوي، خو څومره چې پکار وه، بنسټيز کارونه، نه دي شوي.
نوموړي  پژواک اژان  ته وويل ، چې دا ولايت کمه کرنيزه ځمکه لري او پکار ده ، چې د کرنې د پرمختګ لپاره ډېر کاروشي.
د پنجشېر ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي ، چې د پوهنې په برخه کې هم ډېر کارونه او پرمختګونه شوي دي.
ددې ولايت د پوهنې د رياست د معلوماتو له مخې، له تېرو څو کلونو راهيسې ددې ولايت د ګڼ شمېر ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوې دي.