پنجشير ولايت دهېواد له نويو تاسيس شويو ولايتونو څخه دى، چې د کابل شمال ختيځ ته په ١٢٠ کيلومترۍ کې د هندوکش د دوو سوېلي څوکو په منځ کې موقعيت لري. دا ولايت له شمال ختيځ څخه د سوېل لوېديځ پر لور له هندوکش سره موازي پروت دى، همداسې د شمال له اړخه شمال ته غځېدلى، چې له پنجشير درې سره نښلول کېږي.
 پنجشير ولايت د سمندر له کچې ٢٢١٧ متره لوړ والى لري او په لوړو برخو کې يې دغه ارتفاع ٦ زره مترو ته رسېږي. اوږدى والى يې له دالان سنګ څخه تر انجمن کوتل پورې له ١٢٥کيلومترو زيات دى.
د پنجشير ولايت پلنوالى بېلابېلې اندازې لري، چې له فني وسايلو او وسايطو څخه پرته نه شي ټاکل کېدلى. دا ولايت د شمال له اړخه د تخار ولايت له خوست فرنګ او د بغلان ولايت له اندارب سره نښتى، له سوېل نه د کاپيسا له نجراب سنجن او ريزه کوهستان او د خيتځ او د شمال ختيځ له اړخه د بدخشان له نورستان ولايت سره او له لوېديځ لوري  څخه شتل احاطه کړى دى.
 درې او کانالونه:
  پنجشير ولايت ددې ولايت له مهمو سيندونو دى، چې د هندوکش له کوهستان او د ګذرګاه انجمن له ګاونډ څخه سرچينه اخلي، وروسته بيا د سوېل ختيځ په لوري بهېږي، چې د لارې په اوږدو کې ترې نورې څانګې هم بېلې شوې، وروسته بيا د کابل ختيځ ته په  ٤٨ کيلومترۍ کې له کابل سيند سره يو ځاى کېږي. پنجشير دافغانستان له دايمي سيندونو څخه دى او ټول اوږدوالى يې ٣٢٠ کيلومترو ته رسېږي.
 پنجشير ولايت جيو ستراتيژيک موقعيت لري، په دې مانا چې له اوو ولايتونو ياني په شمال کې له تخار، په شمال لوېديځ کې له بغلان په لوېديځ کې له پروان، په سوېل کې له کاپيسا، په سوېل ختيځ کې له لغمان، په لوېديځ کې له نورستان او په شمال ختيځ کې له بدخشان ولايت سره نښتى او ددې ترڅنګ له درېيو بهرنيو هېوادونو سره هم ګډه پوله لري.
دا ولايت له ١٢٦ لويو او په لسګونو نورو وړوکو درو څخه جوړ شوى، چې ډېرى يې يو د بل پر وړاندې پرتې دي او په څو نورو فرعي درو وېشل شوي دي، همدې درو د پنجشير ستراتيژيک اهميت هم زيات کړى . ددې ترڅنګ په کې لوړ غرونه او طبيعي يخچالونه شته، چې په ژمي کې د واورو اوبه زېرمه کوي او د ګرمۍ په موسم کې بيا په چينو او لښتيو کې راوځي ، دا ټولې چينې او لښتي بيا هم له پنجشير سيند سره يو ځاى او ښکته درو ته لوېږي.
د پنجشير ولايت په لوړو  سيمو کې زرغونو څړځايونو، ښکلو او تلپاتې ځړوبيو په دې ولايت کې د استوګنې زمينه مساعده کړې، چې ددې ترڅنګ يې  په طبيعي ډول د چريکي جګړو لپاره  ښه ځايونه او امکانات را منځته کړي دي.
 خلک:
ددې ولايت د استوګنو شمېر ۳۰۰،۰۰۰ تن دى، چې ۱۴۶٬۱۰۰ تنه يې سره يو ځاى دى. د پنجشېر مېشت قومونه له تاجکو، هزاره وو، پشيانو، نورستانيانواو غلجي پښتنو څخه عبارت دي، خو عمومي ژبه يې فارسي ده.
 اداري واحدونه :
  دا ولايت له اتو اداري واحدونو څخه جوړ شوى، چې پاراخ يې مرکز او  پريان، نجچ، دره، رخه، عنابه ، شتل او آبشار يې له اوه ګونو ولسواليو څخه دي.
 پوهنه:
د پنجشير ولايت د پوهنې رييس عبدالمقيم حليمي د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې ١٥٠ ښوونځي فعال دي، چې له دې ډلې يې ٥٠ لېسې او ٤٥ منځني ښوونځي دي. ددې ښوونځيو د زده کوونکو شمېره ٤٥ زره تنه ده، چې ١٢ زره يې نجونې  او پاتې هلکان دي.
ددې ترڅنګ يو انستيتيوت او د ښوونې روزنې يو پوهنځى هم په کې فعال دى.
 اقتصاد:
   پنجشير ولايت تل د اړيکو له اړخه يو  مهم ارتباطي مرکز پاتې شوى،چې يو ستر علت يې ورڅخه  دکابل- پنجشير اوبو لارې تېرېدنه ده. په تېر کې هم د باختر- هند کاروانونه د همدې لارې په شمال ختيځ کې د پنجشير سيند په اوږدوکې تېرېدل. دا ولايت نه يواځې چې يو سوداګريز تمځاى و، بلکې يرغلګر ځواکونه به هم ترې تېرېدل. د خاوک غره څنډې هم هغه ساحې وې، چې د مقدوني سکندرسرتېري ترې هم په ٣٢٨ مخزېږدي کې تېرشوي دي، همدارنګه د تيمورلنګ سپرو په ١٣٩٨ زېږديز کال دا لاره وهلې، وروسته چې بيا په ١٣٠٩ لمريز کال  دخيبر په ډډه د موټرو لار جوړه شوه، چې نو پنجشير په کې خپل لرغونوالى د يوې سوداګريزې لارې په توګه وساته.
 کانونه:
  په پنجشير ولايت کې د زمردو په څېر د قېمتې کاڼو کانونه شتون لري. د دونالد ار هيل په نامه څېړونکى په اسلامي دورو کې د کانونو په اړه شوې څېړنه کې وايي، چې د نقرې اصلي کانونه په ختيځو اسلامي سيمو کې شته،چې مهمه هغه يې د هندوکش کانونه دي، چې په پنجشير او جاريانه ښارونو کې موقعيت لري او دواړه د بلخ په ګاوڼد کې پراته دي.
د راپور له مخې، په دغه ولايت کې ١٠٠٠٠ کان کېندونکي کار کوي، د نقرې نور مهم کانونه په اسپانيا، شمالي افريقا، ايراناو مرکزي اسيا کې شته دي. دا ولايت د ډبرو سکارو کان هم لري، چې په ډېره کمه پانګونه  ګتې اخيستنې او دملي اقتصاد پياوړتيا ته چمتو کېدلى شي.
 تاريخي مخينه:
د ستر داريوش د پاچاهۍ په زمانه کې د پنجشير- غوربند غرنۍ برخه د هخامنشيانو په ټاټوبي پورې د ستګيديه تړلې سيمه وه، د هردوټ د وينا له مخې، ستګيديه د ايران د خيتځ يا شمال ختيځ دخلکو يوه برخه وه او مقر يې د هخامنشي واکنۍ د وېش له مخې اوم ولايت شمېرل کېده.
ځينې بيا په دې اند دي، چې مقدوني سکندر د غوربند او پنجشير سيندونو د يو ځاى کېدو په سيمه کې د اسکندريې په نامه ښو ښار ددې لپاره جوړ کړ، څو په غرنيو سيمو دده د سپاهيانو لپاره ترې د پوځې اډې کار واخيستل شي( دوپرى ٢٨٧)، خو وروسته بيا د پنجشير په غرونو کې له لوږې او يخنۍ سره مخ شول، چې په پايله کې يې د بلخ ستر ښار ته مخه کړه.
 کرکيله:
په دې ولايت کې بېلابېلې ميوې شته، چې له دې جملې څخه يې حسيني انګور او توت ډېر مشهور دي، خو په ځينو سيمو کې يې غنم او نور کرنيز حاصلات هم شته .
 فرهنګ:
په دې ولايت کې فرهنګي فعاليتونو ښه وده کړې، خو بيا هم د ګاوڼديو ولايتونو په پرتله کم دي. په دې ولايت کې د خراسان په نامه يوه راډيو، د پنجشير په نامه پنځلس ورځنۍ او افتاب په نامه مجله خپرونې لري .
ددې ترڅنګ په کې د کاروان قلم، د پنجشير درې فرهنګي بنسټ او دپنجشير ښځو سازمان په نامه مدني ټولنې هم فعاليت کوي.
 د پنجشير شخصيتونه او فرهنګي مشاهير:
احمد شاه مسعود ، بنجهيري (پنجهيري، ابوالمظفرمکي‌بن ابراهيم‌بن‌علي‌الپنجهري) انجنير محمد اسحاق، دستګير پنجشيري، استاد غلام محی الدين دريځ، ناصرالدين دريځ، عبدالحی، عبدالحميد محتاط، عبدالحفيظ منصور، محی الدين مهدي، حيدري وجودي، قهارعاصي، خالده فروغ، صديق برمک ، څارنوال اکرام، ظاهر اغبر، طاهر شباب، صديق شباب، داکتر عبدالله، احمد ضياء مسعود، ولي مسعود، محمد يونس قانوني ، بسم الله خان محمدي او نيلاب رحيمي ددې ولايت نوماندې  څېرې دي.
 لوبې :
سره له دې چې پنجشير ولايت د وزلوبې لوبډله لري، د لوبغاړو له خوا يې رزمې لوبې هم زياتې دود دي، په وروستيو کې ددې ولايت کرکټ لوبډلې هم وده کړې او منتخبه لوبډله لري، چې په ولايتي سياليو کې ښه ځلېدلې ده.