هرات:( پژواک ١١ چنګاښ، ۹۲ ): د هرات چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې په تېرو لسو کلونو کې د بيارغونې ګڼې پروژې پلې شوي او نه يواځې دا چې پر وړاندې يې ستونزې نه دي پيدا شوي، بلکې ډېری بې روزګاره کسانو ته کاري زمينې هم برابرې شوې دي.
د هرات والي ډاکټر داود شاه صبا وايي، چې په تېرو درېيو کلونو کې يې په دې ولايت کې د پنځه سوه ميليونو ډالرو په ارزښت د بيارغونې او پرمختګ چارې تر سره کړې دي.
ده وويل، تر اوسه يې لسګونه پروژې د روغتيا، پوهنې، کليو پراختيا، فوايد عامې، ښاري پراختيا او نورو برخو کې پلې کړې دي.
نوموړی زياتوي، هرات کې د صنعت او سوداګرۍ ښه فرصتونه برابر او پرمختګ شوی او په دې ولايت کې درې نيم سوه فابريکې رغول شوې دي.
د هرات د ولايتي شورا غړی تورمحمد ظريفي وايي، که څه هم چې په هرات کې بيارغونه شوې؛ خو په ټوليز ډول يې په پلي شويو پروژو نيوکه درلوده.
هغه ويل، په ډېرو ولسواليو کې د خلکو له تمې سره سم کار نه دی شوی، کانالونه ويجاړ پراته دي او سړکونه نه دي رغول شوي.
دغه راز د هرات اوسېدونکي هم په دې ولايت کې له شوې بيارغونې خوښ نه دي او وايي، په کار وه ، چې د بيارغونې بنسټيز او ډېر کارونه شوي وای.
د هرات ښاروال محمد سليم ترکى سره له دې چې وايي، د خلکو د تمې وړ کار نه دی شوی؛ خو لا هم په دې ولايت کې د بيارغونې چارې روانې دي.
هغه وويل، سږ کال د ښاري سړکونو د پخولو چارې يې پيل کړي، چې تر دې مهاله يې ۲۵ سلنه چارې مخ ته تللي او د روان کال تر پايه به په هرات ښار کې ۵۲ کيلومتره سړکونه پاخه کړي.
ښاروال زياتوي، چې د دې پروژې لګښت ۳۵ ميليونه ډالره کېږي، چې د ښاروالۍ له کورنيو عوايدو ورکول کېږي.
د هرات ښاروال په خبره، د ښاري پراختيا لپاره يې پنځه ويشت کلن ښاري ماسټر پلان جوړ کړی، چې د وزيرانو د شورا له تاييد وروسته به يې پلی کړي.
د هرات ښار د اوومې ناحيې استوګن اميرشاه پژواک ته وويل، په هرات ښار کې نه يواځې دا چې د بيارغونې او پرمختګ چارې نه دي تر سره شوي، بلکې ډېرې سيمې ويجاړې شوې هم دي.
هغه وايي، سړکونه کنډو کپر دي، د برېښنا ستونزه ورځ په ورځ زياتېږي، ان تر دې چې د دې ستونزو د حل لپاره يې لاريونونه هم کړي؛ خو پايله يې نه ده ورکړې.
د هرات ښار د نهمې ناحيې استوګن شکېب احمد، په تېرو لسوکلونو کې يواځې يو کاناليزاسيون جوړ نشو.
د کشک کهنه ولسوالۍ اوسېدونکي محمد عارف پژواک ته وويل، په تېرو څو کلونو کې له ښاره د دوی ولسوالۍ ته غځېدلې لويه لاره ونه رغول شوه.
خو د هرات د فوايد عامې رييس انجنير حبيب الله تيموري وايي، په پام کې لري، چې په راتلونکيو درېيو کلونو کې د هرات ټولو ولسواليو ته غځېدلې لارې پخې کړي.
هغه وويل، دمګړۍ څلورو ولسواليو ته د غځېدلو لارو د پخېدو چارې پيل شوي، چې له درې نيم سوه کيلومتره ډېر اوږدوالی لري.
د ده په خبره، په دغو ولسواليو کې غوريان، فارسی، شينډنډ او چشت شريف ولسوالۍ شاملې دي.
دغه راز د پوهنې رياست وياند محمد معين صبور وويل، چې په هرات کې څلور نيم سوه ښونځيو ته ودانۍ جوړې او يا هم بيارغول شوې دي.
هغه وايي، چې د دې ترڅنګ دمګړۍ د ۳۵ ښوونځيو لپاره د ودانۍ په جوړولو کار روان دی.
د شينډنډ ولسوالۍ د عزيز اباد کلي اوسېدونکی او د کليوالي شورا غړى عبدالکريم افغان وايي، سيمه کې يې د بيارغونې کارونه سم په مخ نه ځي.
ده وويل، په شينډنډ کې له نورو ولسواليو پرته دبيارغونې چارې خورا سستې او کمې دي؛ خو کوم کارونه چې شوي هم دي هغه حکومت نه ، بلکې خلکو په خپله کړي دي.
د هرات د کليو او پراخيتا رييس اغامحمدصديقي وايي، چې په هرات کې يې په ټولو ولسواليو او کليو کې د ملي پيوستون پروګرام پلی کړی او کابو ۹۰۰ پراختيايي شوراګانې يې جوړې کړې دي.
دی وايي، پروژې د خلکو په خوښه پلې شوي او خلک لس سلنه د ملي پيوستون په پروژو کې ونډه لري.
هغه زياتوي، چې تېرکال يې په هرات کې د ۵۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت پروژې پلې کړې دي،  چې په کې ښوونځي، د ژورو اوبو څاه ګانې، د کولتوري ټولنو ودانۍ، کاريز، سړکونه او سلګونه نورې پروژې شاملې دي.