هرات (پژواک،۲۱ تله ۹۷): په هرات کې د ولسي جرګې د یوه نوماند د ټاکنیز کمپاین پر دفتر د ناپېژاندو وسله والو په برید کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل: ((دغه برید نن ماسپښین د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په جغرتان دوه لاري کې د ولسي جرګې د نوماند سید عظیم کبرزایي د ټاکنیز کمپاین پر دفتر شوی دی.))
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د یاد نوماند یو ساتونکی او یو ماشوم وژل شوي او یو کس ټپي دی.
نوموړی وايي چې د دې پښې د عاملینو د نیولو لپاره څېړنې روانې دي.
په همدې حال کې د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي وویل چې یو وژل شوی اووه کلن ماشوم او دوه کوچنۍ ټپيانې نجونې روغتون ته انتقال شوې دي.
تر اوسه کوم کس یا کومې ډلې د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.