هرات (پژواک، ٨ سلواغه ٩٣): د هرات ولايت چارواکي وايي چې د وسله والو له لوري تښتول شوي پنځه روغتيايي کار کوونکي راخوشي شوي دي.
ياد پنځه تنه چې څلور يې ډاکتران او يو يې چلوونکى دى د مرغومي په ٢٨مه د غوريان ولسوالۍ په لويه لاره تښتول شوي وو.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي د سلواغې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تښتول شوي کسان نن د قومي مشرانو په منځګړيتوب د ادرسکن له ولسوالۍ د تښتوونکو له بنده راخوشي شول.
احمدي وويل، دغه کسان د ''بي بي اېن'' په نوم موسسې روغتيايي کار کوونکي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې نن د هرات په ښار کې يوه لور خپل پلار د تومانچې پر ډزو سره وژلى دى.
هغه وويل چې دا پېښه د کورنيو تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې او پوليس يې په تور د وژل شوي سړي لور او يو زوى نيولي دي.
Add new comment