President sacks 30 officials in Herat

هرات (پژواک، ٧ مرغومى ٩٣): ولسمشر اشرف غني هرات ته د سفر پر مهال د دغه ولايت د ملکي او پوځي ادارو د رييسانو په ګډون ٣٠ چارواکي له دندو ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې ور پېژندلي دي.

ولسمشر تېره ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ د هرات د امنيتي وضعيت او حکومتولۍ د ارزونې لپاره هرات ولايت ته سفر وکړ.

اشرف غني له ځايي چارواکو، د ولايتي شورا له استازو، مدني فعالانو او مشرانو سره تر ليدلو وروسته ٣٠ تنه ملکي او اداري ځايي چارواکي له دندو لرې کړل.

په دې ډله کې د څارنوالۍ، ګمرک، پوهنې، نفتي توکو او برېښنا رياستونو رييسان، د ١٥ ولسواليو امنيه قوماندانان او يو شمېر ولسوالان شامل دي.

ولسمشر په هرات کې د تېرې شپې په خبري ناسته کې وويل چې ډېر زيات شکايتونه د پوهنې، برېښنا، نفتي توکو، ګمرک او ځينو نورو چارواکو څخه چې په ګمرک کې د خلکو د مالونو په تشريح کې دنده لري، شوي دي.

هغه زياته کړه چې د دغو شکايتونو له مخې د لرې کړل شوو چارواکو سربېره، له هغوى عدلي او قضايي پوښتنې ګروېږنې هم کېږي.

ولسمشر ټينګار وکړ: ((که چېرې يې محکمه بې ګناه ثابت کړي، نو خوشې به شي او که چېرې پرې ګناه ثابته شوه؛ مجازات کېږي.))

اشرف غني وويل چې د ولسواليو د ګوښه شوو قوماندانانو پر ځاى به خپله له هرات څخه وړ کسان د ازموينې له ورکړې وروسته وګومارل شي.

ولسمشر همدارنګه څرګنده کړه، هغه ولسوالان به هم له دندو ګوښه شي چې رقابتي ازموينه يې نه ده ورکړې او پر ځاى به يې له دا ډول ازموينې وروسته نوي ولسوالان وګومارل شي.

هغه زياته کړه چې په هرات کې بايد انسان تښتونې او وژنې پاى ته ورسېږي او ټول امنيتي ارګانونه، قول اردو، امنيه قومانداني، د ملي امنيت رياست او د هرات ټول امنيتي اراکين مسوول دي چې په امنيتي وضعيت کې بنسټيز او د پام ښه والى رامنځته کړي.

ولسمشر زياته کړه چې د امنيتي وضعيت د څېړلو لپاره به د دغه ولايت امنيتي بنسټونه په هرو درېيو مياشتو کې د دغه ولايت د خلکو له خوا و ارزول شي.

ولسمشر د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې وويل چې تر درېيو راتلونکو اونيو پورې به د هرات له اوسېدونکو وغواړي چې د ښاروالۍ د سمون په برخه کې يوه څرګنده طرحه وړاندې کړي، څو له مخې يې راتلونکى ښاروال وټاکل شي.

اشرف غني ټينګار وکړ چې له دې وروسته پر امنيتي بنسټونو سربېره بايد د هرات ټولې دولتي ادارې په هرو درېيو مياشتو کې له ولسي ارزونې سره مخ شي.

هغه په هرات کې اقتصادي پروژو ته په اشارې سره هم ويل چې صنعتي ښارګوټى برېښنا او د کار نشتوالى د هرات له نورو جدي ننګونو ګڼل کېږي چې کار ورباندې دوام لري او حکومت په دې هڅه کې دى چې دغه ولايت د نړيوال ترانزيټ او سوداګرۍ پر مرکز بدل کړي.

هغه زياته کړه چې د سلما بند ٩٧ سلنه کار بشپړ شوى، خو د يوې داسې ويالې د نشتوالي له امله چې نه شي کولى په يوه وخت کې هم ترې د خړوب او هم د برېښنا د توليد لپاره کار واخيستل شي، د دغه ستر بند ګټې ته سپارنه يې ځنډولې ده.

ولسمشر زياته کړه چې که په ژمي کې د دغه بند د اوبو وتلو مخه نيول شوې واى، نو د پروژې ټول توربينونه له منځه تلل، چې له دې مخې يې اوبه نه دې ګرځولې.

اشرف غني هرات ته په داسې حال کې سفر وکړ او د دغه ولايت په ملکي او پوځي ادارو کې يې بنسټيز بدلونونه راولي چې تېره اونۍ په هرات کې مدني بنسټونو د امنيت د نشتوالي له امله خپلې اندېښنې په لاريونونو او غونډو کې څرګندې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره چهار شنبې هرات ولايت ته د ولسمشر له خوا د هرات امنيتي وضعيت د ارزونې لپاره د يوه استول شوي پلاوي له راپور وروسته د هرات سرپرست والي سيد فضل الله وحدي هم له دندې ګوښه شو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.