ده تن ازفعالان مدنى درهرات نشست با رييس جمهور را تحريم کردند

هرات (پژواک، ٦ مرغومى ٩٣): په هرات کې د مدني ټولنې لسو فعالانو د اعتراض په توګه له ولسمشر اشرف غني سره خپله ناسته تحريم کړې ده.

ولسمشر اشرف غني نن د حکومتولۍ او د امنيتي وضعيت د څېړنې په موخه هرات ولايت ته سفر کړى دى.

د هرات مدني ټولنو شبکې مسوول خليل پارسا نن (د مرغومي ٦ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هرات يو شمېر مدني فعالانو د يو شمېر سياسيونو د موجوديت له امله چې له مدني ټولنې سره هېڅ ډول تړاو نه لري؛ له ولسمشر سره خپله ناسته تحريم کړې ده.

نوموړى وايي، کوم کسان چې د مدني ټولنې په مشرتابه کې ځاى لري او بايد په دې ناسته کې يې ګډون درلودى او خپلې غوښتنې يې له ولسمشر سره شريکې کړې واى، له بده مرغه نه دي رابلل شوي او په دې ناسته کې يې ګډون نه درلود.

هغه وويل: " دې ناستې ته د مدنې ټولنې بنسټونو د فعالانو پر ځاى لسګونه سياسيون او هغه کسان چې په يو سياسي جريان پورې تړلي، رابلل شوي وو."

د دغه ولايت د مدني ټولنې شبکې همغږي کوونکي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، د مدني ټولنې په نوم يو شمېر کسانو په سليقه يي توګه له ولسمشر سره ناسته درلوده چې په ټول کې يوه ښه همغږي نه ده ترسره شوې.

هغه زياته کړه: "د هرات ولايت چارواکو د مدني ټولنې له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده."

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.