President dismisses Herat governor

هرات ښار (پژواک، ٣ مرغومى ٩٣): ولسمشر د يوه فرمان له مخې د هرات والي سيد فضل الله وحيدي له دندې ګوښه کړى او مرستيال يې د سرپرست په توګه ټاکلى دى.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي او هرات ته د نا امنيو د څېړلو لپاره د لېږلي پلاوي غړي احمد فرهاد مجيدي د مرغومي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى پلاوى نن سهار په ارګ کې له ولسمشر سره وليدل.
هغه زياته کړه چې د هرات د نا امنيو په اړه يې خپل څېړنيز راپور ولسمشر اشرف غني ته وړاندې کړ.
فرهاد وايي چې ولسمشر يې د راپور تر اورېدو وروسته د هرات د سرپرست والي سيد فضل الله وحيدي له دندې د لرې کېدو پر فرمان لاسليک وکړ.
د نوموړي په وينا، ولسمشر د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي د لنډ مهال لپاره د سرپرست والي په توګه ټاکلى دى.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ پژواک اژانس ته وويل چې دوى هم د ټولنيزو شبکو له لارې له دې موضوع خبر شوي دي.
خو هغه زياته کړه چې تر اوسه له ارګه په دې اړه کوم رسمي خبر نه دى ورکړل شوى او نه هم دوى تر اوسه فرمان ترلاسه کړى دى.
خو د يادې ادارې يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته تاييد کړه چې د هرات والي له دندې ګوښه شوى دى.
سيد فضل الله وحيدي يو کال او څلور مياشتې مخکې د پخواني والي داوود شاه صبا پر ځاى د هرات والي ټاکل شوى و.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.