Herat airport chief arrested on graft charges

 
هرات ( پژواک ٥ وږى ٩٢) : د هرات څارنوالۍ چارواکي وايي،چې د هرات د ملکي هوايي ډګر مشر يې د اداري فساد او اختلاس په تور نيولى دى.
د هرات د ښاري څارنوالۍ مشر څارنمل ګل احمد رامش د وږي په ٥مه  پژواک اژانس ته وويل، چې محمد عظم عظيمي يې د هوايي ډګر د  مامورينو د شکايت په اساس نيولى دى.
رامش زياته کړه،نوموړي د هوايي ډاګر د کارکوونکو د اضافه کارۍ ٤٠ زره افغانۍ خپل جيب ته اچولې وې.
د څارنوال په وينا،دغه پيسې د ٢٧ کارکوونکو د اضافه کارۍ حق و.
هغه وايي، د هوايي ډګر مشر منلې، چې دغه پيسې يې د کارکوونکو د اجازې له مخې اخيستې دي.
د ښاري څارنوالۍ رييس زياتوي ،چې تر پلټنو وروسته به خپله پرېکړه اعلان کړي .
تر دې مخکې هم د هرات د اطلاعاتو او کولتور پخوانى رييس د بډو اخيستو او له دندې په ناړوه ګټه اخيستنه د څارنوالۍ له لوري نيول شوى و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.