Neighbours want Afghan factories to collapse

 
هرات-کابل (پژواک ١٠ زمرى ٩٢): د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، چې ځينوګاونډيو هېوادونو د خپلو بې کيفيته توکو د کارولو په موخه د افغانستان توليدي فابريکې سقوط کړې دي.
دوى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په هرات کې يوه فابريکه تړل شوې او ښايي نورې هم خپل فعاليتونه ودروي.
په کابل کې د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هرات د صنعتي ښارګوټي فابريکې له بد حالت سره مخ دي.
هغه زياته کړه، افغانستان ته د مسلکي کارګرو د راتګ پروسه ډېره پېچلې او سخته ده، دلته د دوو يا درېيو مياشتو لپاره وېزه ورکول کېږي په داسې حال کې چې دلته هر کارګر د څو کلونو کار لپاره راځي.
د الکوزي په خبره:((دا د افغان صنعتګرو لپاره يو ستر ګواښ دى، له بل لوري ګاونډي هېوادونه هم غواړي چې زموږ توليدي فابريکې سقوط کړي، خپل بې کيفيته مالونه له قاچاقي لارو افغانستان ته رالېږي.))
د ده په وينا،اقتصادي عالي شورا هم ژمنه کړې وه، چې افغان صنعتګرو ته به لازمې اسانتياوې برابروي.
د نوموړي په خبره: ((موږ په دې اړه ستونزه تر وزارتونو رسولې او بايد جدي غور پرې وکړي.))
بلخوا د هرات سوداګرۍ خونې او صنعتګرو ګواښ وکړ، چې که دولت د دوى بهرنيو کارګرو ته وېزې ورنه کړي، د هرات صنعتي ښارګوټى به وتړي.
د هرات د سوداګرۍ خونې د بهرنيو اړيکو مشر او د صنعتګرو د ټولنې مرستيال توريالى غوثي وايي، چې په هرات کې ډېرې توليدي فابريکې مخ پر سقوط روانې دي.
نوموړي د زمري په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل، په دې فابريکه کې د بهرنيو کارګرو له شتون پرته د هېواد د صنعتي کېدو مخه تړل کېږي.
هغه وايي: ((که موږ يو کارګر د ويزې اخيستو لپاره کابل ته استوو نو شاوخوا ١٠٠٠ امريکايي ډالر لګښت راځي او دويم دا چې د يوې ويزې اخيستل پنځه ورځې وخت نيسي، چې د بهرني مسلکي کاګرو په يو ساعت نشتوالي کې هم فابريکه زيان ويني.))
غوثي له حکومته غواړي، چې دوى ته دې اسانتياوې برابرې کړي او د بهرنيو کارګرو لپاره دې د ويزې د ورکړې يوه څانګه په هرات کې پرانيزي.
نوموړى زياتوي،د اسانتياوو د نشتوالي له امله زرګونه کارګرو خپلې دندې پرېيښي او فابريکې په ټپه د درېدو په حال کې دي.
د غوثي په خبره، چې پخوا د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ٤٠ زره افغان او بهرنيو کارګرو کار کاوه، چې اوس دغه شمېر ١٠ زره ته راټيټ شوى دى.
د ده په وينا، اوسمهال د هرات په فابريکو کې ٥٠٠ بهرني کارګر په کار بوخت دي، چې ډېرى يې ايرانيان او پاکستانيان دي.
د هرات د والي وياند محي الدين نوري وايي، چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ٣٥٠ توليدي فابريکې شته، چې اوسمهال يې يواځې ١٠٠ فابريکې توليدات لري.
د نوري په وينا، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې يواځې په تېر يوه کال کې د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په اندازه پانګونه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په رسمي توګه د افغان پولاد په نوم د وسپنې ويلې کولو يوې فابريکې د اعتراض په ډول خپل کار ودراوه.
د دې فابريکې مشر عصمت الله وردګ وايي، چې دولت ته يې د ضرب الاجل په توګه نن ورځ ټاکلې وه، چې څو يې بهرنيو کارګرو ته ويزې ورنه کړل شي د فابريکې دروازې به تړلې وي.
افغان پولاد فابريکه د ټول هېواد په کچه د وسپنې ويلې کولو تر ټولو ستره فابريکه ده، چې يو کال مخکې يې د اته ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې سره کار پيل او سږ کال د دې فابريکې دويمه برخه هم فعاله شوه او د پانګونې کچه يې ٢٢ ميليونه ډالرو ته لوړه شوه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.