Tanker drivers protest highway insecurity

 
هرات ښار ( پژواک ٥ زمرى ٩٢ ) :  د هرات – کابل د لويې لارې موټر چلوونکو او د ټرانسپورتي شرکتونو استازو  د هرات ولايت مقام مخې ته د نا امنيو په غبرګون کې احتجاج او لاريون وکړ.
دغه لاريون نن د زمري په ٥مه، تر غرمې په انجيل ولسوالۍ کې پيل شوى و، تر غرمې وروسته د هرات ښار ته راورسېدل او د ولايت مخې ته يې شعارونه ورکړل.
دوى له ځانه سره هغه سوځو ل شوي موټر هم په ټېلرو کې بار راوړي وو، چې د وسلوالو مخالفينو په دې وروستيو کې د بريدونو پر مهال سوځول شوي وو.
د محمد نسيم په نامه يو تن موټر چلوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون وسلوالو طالبانو دده د موټر په ګډون ٣٢ عرادې موټر وسوځول.
هغه زياته کړه چې دولت يې نه امنيت ټينګولى شي او نه هم دداسې پېښو پر مهال ورسره مرسته کوي.
نوموړى وايي : ((موږ د لويو لارو د پوليسو په ډاډ د تېلو کاروان روان کړی و ، له شينډنډ څخه چې تېر شو د فراه ولايت اړونده سيمه کې وسلوالو طالبانو راباندې بريد وکړ او د بريد سره سم پوليس وتښتېدل او طالبانو زموږ ټول موټر وسوځول.))
د پاچا په نامه يوه بل موټرچلوونکي پژواک ته وويل چې پوليس ددوى  امنيت نه شي ټينګولى او غوښتنه يې کوله، چې ددوى امنيت دې بېرته شخصي امنيتي کمپنيو ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده چې شخصي امنيتي کمپنۍ د کورنيو چارو وزارت لخوا منحل اعلان شوې او د لويو لارو د امنيت چارې د عامه نظم پوليسو ته سپارل شوي دي.
ياد موټر چلوونکي چې شمېره يې تر دوه سوه تنو رسېده ، ۱۳ عرادې سوځول شوي موټر او ټانکرونه يې ځان سره د نمونې په ډول هرات ښار ته راوړی و، هوډ يې لاره څو چې د امنيت د ټينګښت ډاډ نه وي ورکړل شوى، خپل لاريون ته به  ادامه ورکوي.
د هرات والي سيد فضل الله وحيدی د لاريون څو تنه استازي خپل دفتر ته وروغوښتل ، هغوى سره يې د پرونۍ پېښې د تسليت ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې امنيتي ارګانونو سره په مشوره به په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.