دهرات ښار د پراختيا ماسټر پلان جوړ شو

 
هرات(پژواک،١١چنګاښ٩٢): چارواکي وايي، دهرات ښارد نوي ماسټر پلان له مخې به د ښار شمال،  لودیځ او ختیځ لور ته درې نوي ښارګوټي په عصري او معیاري بڼه جوړ شی.
د افغانستان د ښارجوړولو وزرات دښاري چارو مشر انجنیراحمدشاه همت د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دهرات ښار لپاره نوي ماسټرپلان د هرات پوهنتون او ایټالیا د فلورانس پوهنتون د استادانو له خوا جوړ شوى اوټولي ښاري اسانتياوي په کې په پام کې نيول شوي دي.  
هغه وايي، چې  دغه ماسټرپلان به د وزیرانو شورا له تصويب څخه وروسته  عملي بڼه غوره کړي.
ددغه  ماسټرپلان یوه مسوول انجنیر فریدون سروري وايي ، چې له ماسټر پلان سره سم به په هرات ښارکې د استوګنو اړتیاوې تر ۲۰۳۰ زیږدیز کاله پوري هوارې شي.
ده وویل ، چې په دغه ښارګوټو کې به دهرات اوسيدونکو ته په ټيته بيه او د قسط په ډول کورونه ورکړل شي.
دهمت په وينا، په پام کې ده چې  د کابل په ګډون د شپږو نورو لویو ولایتونو لپاره هم ماسټر پلان جوړ شي.
هغه وويل، چې  ډیرو پانګوالو د ښارونو د پراختيا په برخه کې پانګونې ته چمتو والى ښودلى د

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.