د هرات نوي والي په کار پيل وکړ

 
هرات (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٢): د هرات نوي والي سيد فضل الله وحيدي ژمنه وکړه، چې له اداري فساد سره مبارزه، د نشه يي توکو د کاروبار او د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو مخنيوى به يې کاري لومړيتوبونه وي.
سيد فضل الله وحيدي د سيمه ييزو ارګانو په وړانديز او د ولسمشر د حکم پر اساس د هرات د والي په توګه نن (د چنګاښ ١٢مه) دنده پيل کړه.
نوموړى تر دې مخکې اوه کاله د کونړ والي و، خو نن يې په هرات کې د کار د پيل په لومړۍ ورځ د هرات د خلکو لپاره د ښه خدمت او کار ژمنه وکړه.
د هرات نوى والي د سيمه ييزو ارګانونو د مرستيال متين بېګ له لوري د هرات سيمه ييزو چارواکو او خلکو ته د يوې غونډې په ترڅ کې ور وپېژندل شو.
وحيدي په ياده غونډه کې وويل، چې ټولې چارې به د ديني عالمانو او جهادي مشرانو په سلا مشوره مخ ته وړي.
هغه د کولتوري او مدني ټولنو د فعاليت د پراختيا او دغه راز له ترهګرۍ سره د کلکې مبارزې ژمنه وکړه.
د هرات پخواني والي داود شاه صبا د تېرې پنجشنبې په ورځ له دې امله استفعا وکړه، چې د ده په وينا د زورواکو او مافيا تر فشار لاندې و.
د هرات د ولايتي شورا رييس وحيد قتالي له نوي والي سره د مشروطې مرستې اعلان وکړ او ويې ويل، که يې هراتيانو ته ورکړې ژمنې عملي کړې، نو ملاتړ به يې وکړي او که په خپل کار کې پاتې راغى، نو يواځې به شي.
د ولايتي شورا رييس زياته کړه، چې هراتيان امنيت، کار، د سوداګرۍ پياوړتيا او ښې ادارې ته اړتيا لري، چې بايد ورته پاملرنه وشي.
يوې مېرمنې ملالۍ نورزۍ له نوي والي وغوښتل، چې اداره جوړه کړي او د امنيت د ټينګښت لپاره دې جدي هڅې وکړي.
له سيمه ييزو ارګانو څخه نن پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په ولايتي ادارو کې بدلون د امنيتي مسووليت له لېږد سره سم ترسره کېږي او ډېر ژر به د سياسي لېږد پروسه هم پيل شي.
خبرپاڼه کې د هرات له پخواني والي داوود شاه سبا د ښه کار مننه شوې او ليکلي يې دي، چې د فراه پخوانى والي اکرم خپلواک د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت د سرپرست، د بادغيس پخوانى والي دلبرجان ارمان د کونړ د والي او محمد عمر شېرزاد به د فراه د والي په توګه دندې پيل کړي.
خبرپاڼه زياتوي، د سيمه ييزو ارګانونو اداره په دې باور ده، چې په ادارو کې بدلون د کار په چټکتيا او خلکو ته په ښه خدمت کې اغېزمن رول لري او د خلکو او حکومت تر منځ اړيکې لا پياوړې کېږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.