عزيزي: د کندهار په دولتي ادارو کې به اصلاحات راولم

کندهار (پژواک، ١٣ غويى ٩٤): د کندهار لپاره نوي ټاکل شوي والي ډاکتر همايون عزيزي په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستو، په کندهار ښار او ولسواليو کې د پرمختيايي چارو د پلې کولو او د اداري فساد پر ضد د مبارزې ژمنه وکړه.
ډاکتر همايون عزيزي دغه څرګندونې د غويي په ١٣مه د کندهار ولايت د غونډو په تالار کې د هغه د معرفۍ په غونډه کې وکړې چې په کې د حکومت اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسوولينو، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو، د کندهار قومي مخورو او لسګونو ملکي او نظامي چارواکو ګډون کړى و.
په پيل کې د کندهار پخواني والي ډاکتر توريالي ويسا خبرې وکړې او ويې ويل چې د شپږ نيمو کلونو لپاره يې د دغه ولايت د والي په توګه کار وکړ چې ماموريت يې هم له لاسته راوړنو او هم له ستونزو ډک و.
هغه خپګان وښود چې په دې موده کې د کندهار وتلو څېرو لکه د ولايتي شورا مشر احمدولي کرزي، د ولايت مقام دوو مرستيالانو انجنير عبدالطيف اشنا او عبدالقديم پتيال، کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي، امنيه قوماندان جنرال خان محمد مجاهد، قومي مشر حشمت خليل کرزي، د علماوو شورا مشر مولوي حکمت حکمت، د ولايت مقام د دفتر رييس ډاکتر پروېز نجيب او لسګونو نورو په بېلابېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ويسا زياته کړه چې د خپل کار د پيل پر مهال يې د خپلو چارو د ترسره کولو لپاره يو موډل جوړ کړ چې امنيت، حکومتداري او اقتصادي پراختيا وه او له دې لارې وتوانېد د کندهار ټولې ولسوالۍ تر دولتي حاکميت لاندې راولي او د دغه ولايت امنيت تر پخوا ښه کړي.
دغه راز ده زياته کړه چې په دغه ولايت کې د کرنې او د زراعتي علومو او ټکنالوجۍ د ملي پوهنتون بنسټ کېښودل شو چې د هېواد په ټولو اوو زراعتي زونونو کې به څانګې ولري او د هېواد په کچه به په کې د ماسټرۍ او دوکتورا پورې زده کړې کېږي.
ويسا د يو شمېر هغو نيمګړو لويو پروژو لکه عمر جامع، په عينو مېنه کې ٣٥٠ بستريز او په ژېړۍ کې د ٥٠ بستريز روغتون، له کندهار ښار څخه تر هوايي ډګر پورې د ١٧ کيلومتره سړک د جوړولو يادونه وکړه چې نوى والي يې بايد چارې تعقيب کړي.
والي له ملکي او نظامي ادارو او ملي سوداګرو مننه وکړه چې له ده سره يې په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او له هغوى يې وغوښتل چې په ورته توګه له نوي ټاکل شوي والي سره د چارو په ترسره کولو کې همکاري وکړي.
نوموړي وويل چې د زراعتي علومو او ټکنالوجۍ د ملي پوهنتون د رييس په توګه به يې دنده پر خپل حال پاتې وي او د دغه پوهنتون د ودې لپاره به کار وکړي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې فريبا احمدي د پخواني والي له کارونو مننه او ستاينه وکړه او له نوي والي يې وغوښتل چې په دغه ولايت کې د مېرمنو زده کړو او اقتصادي وضعيت ته پاملرنه وکړي، دغه راز دې د معيوبينو ستونزې هوارې کړي او د برېښنا د ستونزې د حل لپاره دې کار وکړي.
د کندهار د ولايتي شورا غړي نعمت الله شېردلي بيا له نوي والي وغوښتل چې که څه هم په دې ولايت کې امنيت ښه دى، خو بيا هم د لا ښه امنيت لپاره د پوليسو تشکيل کم دى چې بايد زيات شي.
هغه د ولايتي شورا په استازيتوب له نوي والي سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
د حکومت اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم له ډاکتر توريالي ويسا مننه وکړه چې د کندهار په سختو شرايطو کې يې شپږ نيم کاله د والي په توګه دنده ترسره کړه او نوي والي ته يې په چارو کې برياليتوب وغوښت.
هغه وويل چې د امنيتي سرتېرو د سرښندنو په پايله کې د کندهار امنيت ښه شوى خو په دې برخه کې نور کار ته هم اړتيا ليدل کېږي، ځکه دښمنان د تل په څېر لا هم دغه ولايت ته متوجه دي.
نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ملي وحدت حکومت به تر خپل وس او توان پورې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره کار کوي.
عبدالله زياته کړه: ((د مخکني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال زه د اپوزېسيون مشر وم، هغه مهال به موږ تل پر حکومت نيوکې کولې چې خلکو ته توجه نه کوي او يا خپلې دندې په سمه نه ترسره کوي، خو اوس چې موږ په حکومت کې يو، نو پوهېږو چې د چارو او خدماتو وړاندې کول څومره سخت کار دى.))
ورپسې د کندهار لپاره نوي ټاکل شوي والي ډاکتر همايون عزيزي خبرې وکړې او ويې ويل چې په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو، په کندهار ښار او ولسواليو کې د پرمختيايي چارو د پلې کولو او د اداري فساد پر ضد به مبارزه کوي.
هغه زياته کړه، ولايتي اداره به له کوم توپير پرته د ټولو خلکو لپاره خدمت کوي، داسې چې ټول اقوام ولايتي اداره خپل شريک کور وګڼي.
د عزيزي په وينا، دا يې په کاري پلان کې ده چې ولايت مقام به د ټولو خلکو کور او د عدالت د اجرا ځاى وي.
نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې د اداري اصولو قدر وکړي او دوى به هڅه وکړي چې په عدلي او قضايي سيستم کې اصلاحات راولي، د اداري فساد پر ضد به مبارزه کوي، په کندهار ښار او ولسواليو کې به پرمختيايي چارې پلې کوي، د کرنې په برخه کې به پروسس ته ډېر پام کوي تر څو دغه ولايت يو ځل بيا د هېواد په کچه د کرنې په برخه کې وځلېږي.