Key projects executed in Khost last year: Naeemi

خوست (پژواک  ١٣ سلواغه ٩٣): د خوست سرپرست والي وايي چې تېر يو کال کې په دغه ولايت کې د بيارغونې د ګڼ شمېر مهمو او بنسټيزو پرمختيايي پروژو په پلي کېدو سره حکومتوالي پياوړې شوې، دولتي حاکميت، امنيت او ثبات ټينګښت موندلی دی.
د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
هغه وويل چې د تېر مالي له پيله تر اوسه په خوست کې د يو ميليارد او نږدې ۷ سوه ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې ١٨٦مهمې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
نوموړي وويل چې لوی او واړه پلونه، سړکونه، د ښوونځيو او دولتي ادارو ودانۍ، روغتيايي مرکزونه، د خوست- ګردېز سړک يوه برخه، استنادي ديوالونه، سربندونه او دې ته ورته نورې پروژې په کې شاملې دي.
والي وويل، يادې پروژې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې ترسره شوې چې پر دولتي بوديجې سربېره يو شمېر بېلابېلو نړيوالو بسپنه ورکوونکو سازمانونو او خيريه ټولنو يې لګښت ورکړی دی.
هغه وويل، په دې کې د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې، د امريکا د پوځ د انجنيرۍ ډلې (  Corps) ،نړيوال بانک، المان او هندوستان هېوادونو تر نورو هغو زياته برخه پر غاړه اخيستې وه.
هغه زياته کړه: ((د دې پروژو د ترسره کولو پرمهال لسګونه زره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې وه. هم د هغوی زياتره اقتصادي ستونزې هوارې شوې او هم يې نورو خلکو ته د اسانتياوو په برابرولو کې مرسته وکړه.))
والي نعيمي پژواک اژانس ته وويل چې د يادو پروژو د پلې کېدو له امله پر دولت د خلکو باور زيات شوی، تر ډېره بريده يې تر منځ واټن له منځه تللی او د امنيت او حکومتولۍ په ټينګښت کې يې ډېره مرسته کړې ده.
نوموړي وويل، د بيارغونې ټولې ترسره شوې هغه پروژې دي چې عام خلک ترې په مستقيم ډول ګټه اخلي او له امله يې هغوی ته رامنځته شوې اسانتياوې په خپل ډول کې بې سارې دي.
نوموړي وويل: ((په کومه سيمه کې چې د خلکو اړتياوې پوره کېږي، هلته دولتي حاکميت ټينګښت مومي. له دولت سره د خلکو د همکارۍ د ډېرېدو تر څنګ پر دولت د خلکو باور زياتېږي او خلک دولتي حاکميت ته غاړه ږدي.))
نعيمي وايي چې له اړوند وزارتونو او نړيوالو بسپنه ورکوونکو موسسو سره د ټينګو اړيکو او د ولسي مخورو مشرانو د ملاتړ په پايله کې ولايتي اداره بريالۍ شوه چې د بيارغونې له پلوه په ياد کال کې د خلکو ډېرې اړتياوې پوره کړي.
همدارنګه نعيمي وويل چې دا مهال په دغه ولايت کې ۴۹۹ د بيارغونې لويې او وړې پرمختيايي پروژې تر کار لاندې هم دي چې د زياتره هغو د جوړېدو کارونه ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي.
د ده په خبره، په دغو پروژو کې د خوست-غلام خان سړک، ځينې نور سړکونه، يو شمېر لوی پلونه؛ د ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو او دولتي ادارو ودانۍ؛ استنادي دېوالونه؛ سربندونه؛ ويالې، د لوبو ميدانونه او دې ته ورته نورې سلګونه پروژې شاملې دي.
نوموړي وويل، پر يادو پروژو څه باندې ۴ ميليارده افغانۍ لګښت راځي چې زياته برخه يې د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره، د امريکا حکومت، نړيوال بانک، المان او هندوستان هېوادونه ورکوي.
عبدالجبار نعيمي وايي: ((دا پروژې د خوست د ستونزو د هواري او د پرمختګ لپاره زموږ د پنځه کلن ستراتيژيک پلان تر ټولو مهمه برخه بلل کېږي. په دې سره همدا اوس لسګونه زره ځوانان په کار بوخت دي.))
نوموړي وويل چې د يادو پروژو په پلې کولو کې خلکو له دولت سره پوره همکاري کړې او هيڅ داسې پروژه نه لري چې د پلې کېدو پر مهال له کوم امنيتي ګواښ سره مخ شوې وي.
هغه وويل: ((که څه هم د ځينو پروژو د قرارداد پرمهال يو څه ستونزې وې؛ خو د دوی د څار ډلې د څارنې په پايله کې د کيفيت له پلوه د بيارغونې پروژې د ډاډ وړ دي او کومه ځانګړې ستونزه نه لري.))
نوموړي زياته کړه چې په ترسره شوو او ترسره کېدونکو پروژو کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت په چوکاټ کې د ملي پيوستون او سيکا پروګرامونو ګڼ شمېر وړې او لويې پروژې هم شاملې دي.
هغه وايي چې اوس هم د خوست اوسېدونکي د خپلو ستونزو د هواري او د اسانتياوو د رامنځته کولو په برخو کې د بيارغونې لا ډېرو نورو پرمختيايي پروژو ترسره کولو ته اړتيا لري.
نعيمي پژواک اژانس ته وويل چې له نوي حکومت څخه يې د غوښتنو پربنسټ د خوست له ټولو دولتي ادارو سره د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ ميلادي کلونو لپاره يو ګډ پلان جوړ او کابل ته لېږلی دی.
هغه دغه راز وويل چې د خلکو د اړتياوو د پوره کولو لپاره غواړي، هغه ژمنې هم تعقيب کړي چې څه موده وړاندې ولسمشر اشرف غني د دې ولايت له دولتي ادارې او خلکو سره په يو ويډيويي کنفرانس کې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((د ټولو ولايتي ادارو مسوولينو ته دنده سپارل شوې، چې د ولسمشر د ژمنو پربنسټ د خلکو غوښتنې له اړونده وزارتونو سره شريکې کړي. موږ هيله من يو، چې مثبت ځواب ترلاسه کړو.))
هغه وويل، وارداتي برېښنا، نړيوال هوايي ډګر او په ولسواليو کې د عدلي او قضايي ادارو ترڅنګ د ځينو نورو دولتي ادارو ودانۍ او دغه راز ځينې نورې مهمې پروژې د دوی د راتلونکي کال د پلان يوه مهمه برخه ده.
نوموړي هيله څرګنده کړه چې د يادو پروژو په پلې کېدو سره به په دې ولايت کې امنيت او ثبات نور هم ټينګښت ومومي او دغه راز د دولت او خلکو ترمنځ د واټن په له منځه وړلو کې به ډېرې اغېزمنې تمامې شي.
همدارنګه نوموړي له لوړ پوړو دولتي چارواکو او د ملي شورا له غړو هم جدي غوښتنه وکړه، چې په دې ولايت کې د بيارغونې د هر ډول پروژو د پلې کېدو په مخ کې کوم خنډ او ځنډ رامنځته نه کړي.
د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په دې ځانګړې مرکه کې پر ساختماني شرکتونو هم غږ وکړ، چې پرته له کوم امتياز څخه د بيارغونې پروژو کيفيت ته ډېره پاملرنه وکړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

جهت دسترسی به خبرهای تازه ، فیچر ها ، مصاحبه ها ، ویدیوها و تصاویر مبایل اپلکیشن آژانس خبري پژواک را دانلود نمایید.