د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو کې د دولت ملاتړې يو

خوست ښار (پژواک ٢٣ ورى ٩٢): په خوست کې د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسواليو سلګونو قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
د  قومي مشرانو دغه غونډه په خوست کې د افغانستان د قومونو پيوستون شورا په دفتر کې جوړه شوې وه.
د اسمعيل خېلو او مندوزيو قومي مشرانو په استازيتوب احمدګل د راتلونکو ټولټاکنو په تړاو وويل، داسې نوماند ته  بايد رايه ورنه کړل شي، چې ولس هېر کړي او ټول پام يې شخصي ګټو ته وي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنې د ١٣٩٣ کال په وري مياشت کې ترسره شي.
يوه بل قومي مشر ميرباز خان پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په ريښتيا چې موږ د ټاکنو روڼوالي ته اندېښمن يو، که دولت و نه توانيږي، چې د ټاکنو لپاره امنيت ټينګ کړي، موږ به اربکيان دولت ته ورکړو، څو د امنيت په برخه کې مرسته وکړي.))
د اسمعيل خېلو دغه قومي مشر زياته کړه، چې راتلونکى کال د افغانستان خلکو ته حياتي ارزښت لري؛ ځکه چې تر ټاکنو وروسته د بدلون لسيزه پيلېږي او افغانان د دې لسيزې لپاره يو ځواکمن او با مسووليته دولت ته اړتيا لري، چې خلکو ته کار وکړي.
په غونډه کې د قومونو پيوستون شورا رييس غازي نواز تڼي د ټاکنو په اړه په خپلو خبرو کې له قومي مشرانو وغوښتل،چې په راتلونکو ټاکنو کې دې ټول  خلک برخه واخلي.
هغه وويل، چې د خوست خلک بايد هغه چا ته رايه ورکړي، چې په راتلونکي کې د خپل ولس لپاره ريښتينى  خدمت وکړي.
تڼي له هېواد څخه د بهرنيو سرتېرو وتو ته په اشارې سره وويل، هېڅوک بايد تر هغه وروسته د هېواد د امنيت په اړه اندېښنه ونه لري او دولت جوګه دى، چې د خپلې خاورې امنيت په خپله وساتي.
ده زياته کړه: ((لکه څرنګه چې دا مهال ټول ولسونه له امنيتي چارواکو سره د امنيت په راوستو کې هلې ځلې کوي، نو دا ډول کړنې به په راتلونکې کې هم  همداسې دوام ومومي او دا قومونه به  هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي، چې نا امنۍته لمن ووهي.))
همدارنګه نوموړي د مندوزيو پر ټولو قومي مشرانو  غږ وکړ، چې نور بايد خپلمنځي شخړې او دښمنۍ له منځه يوسي او د راتلونکي په اړه فکر وکړي.
نوموړي قومي مشر د ۲۰۱۴ کال په اړه وويل، چې دوى به له دولت سره د امنيت ترڅنګ په هره برخه کې همکاري کوي او داسې چا ته به اجازه ورنه کړي، چې په سيمه کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ وګرځي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

Download “Pajhwok” mobile App, to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.