پکتيکا مېشي کوچيانو په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ

 
ښرنه (پژواک ١٨ ورى ٩٣): په پکتيکا کې مېشت کوچيان وايي، چې د تېرو ټاکنو په پرتله دغه ځل يې په ټاکنو کې په پراخه توګه ونډه واخيسته.
د کټواز مېشتو کوچيانو مشر خانتما پژواک خبري اژانس ته وويل، په کټواز کې مېشتو د دوولس زره په شاوخوا کې کوچيانو له ټاکنو وړاندې په يوه غونډه کې هوډ کړى و، چې ټول به په ټاکنو کې برخه اخلي.
نوموړي وويل، د وري په ۱۶مه د کټواز په ټولو سيمو کې د نورو وګړو تر څنګ کوچيانو هم د خپلې خوښې نوماندانو ته رايې ورکړې.
د خانتما په خبره: ((په تېرو کلونو کې ناامنې ډېره وه، کوچيانو هم له وېرې په ټاکنو کې ګډون ونه کړ، خو سږ کال چې له يوې خوا امنيت ښه و  او له بلې خوا کوچيانو کلک نيت کړى و، چې خامخا به رايه ورکوي.))
د کوچيانو دغه مشر وويل، د دوى د معلوماتو له مخې، د ښرنې مېشتو کوچيانو هم ټولو په ټاکنو کې برخه واخيسته.
هغه هيله وښوده، چې ټاکنې شفافې او له درغلۍ پاکې ترسره شوې وي.
له بلې خوا په مرکز ښرنه او ولسواليو کې د رايې ورکولو د محلونو کار کوونکي هم وايي، چې سږ کال په ټاکنو کې د نورو تر څنګ د کوچيانو ونډه هم ډېره وه.
د ښرنې اړوند د څلې په سيمه کې د ټاکنو د محل مشر عبدالروف پژواک ته وويل، د څلې کلي ته څېرمه ډب غاړې، سپين څک، تودې او سپۍ چينې کوچيان ټول د رايې ورکولو په ورځ راغونډ شوي وو.
نوموړي وويل، يادو کوچيانو په خپلو نږدې محلونو څلې، خليفه بابا او خواجه خېلو کې خپلې رايې وکارولې.
د پکتيکاد مرکز اوسېدونکي نقيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مرکز اوسېدونکو په تېرو ټاکنو کې د ناامنۍ له امله هېڅ برخه وانه خيسته .
دد ه په خبره، د وري د۱۶مې په ټاکنو کې د ښرنې د ټولو سيمو اوسېدونکو، چې د رايې ورکولو سن يې پوره کړى و، کارتونه ترلاسه کړي وو او رايه يې ورکړه.
هغه هم د کوچيانو له پراخ ګډون څخه يادونه وکړه، چې ټولو يې خپلې رايې وکارولې.
په پکتيکا کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کوچيانو مدير هدايت پژواک ته وويل، دوى ته د کوچيانو امريت له لوري په پکتيکا کې د  يوسل او شپېته زره کوچيانو احصايه ورکړل شوې وه.
دى وايې، له يادو کوچيانو ډېرى و مخکني کارتونه درلودل، خو سږ کال هم له زرو تنو ډېرو کوچيانو د رايې ورکولو نوي کارتونه ترلاسه کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې د پکتيکا والي محب الله صميم د رايې ورکولو په ورځ ماښام په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د تېرو ټاکنو په پرتله په پکتيکا کې په اوسنيو ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر زيات و.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

Download “Pajhwok” mobile App, to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.