Add new comment

KABUL (PAN): President Hamid Karzai on Wednesday signed a legislative decree, reserving one seat in the Wolesi Jirga -- or lower house of parliament -- for the Hindu and Sikh minority, his office said.
The decree was issued in accordance with the Article 79 of the constitution and the electoral law amended by the cabinet, a statement from the Presidential Palace said.
The article says: “During the recess of the House of Representatives, the government shall, in case of an immediate need, issue legislative decrees, except in matters related to budget and financial affairs…”
Legislative decrees, after their endorsement by the president, have to be presented to the National Assembly within 30 days of its first session. If rejected by the National Assembly, they become void.
President tasked the minister of justice to present the decree to parliament within 30 of the first session of parliament after its recess, the statement added.
Link: http://www.pajhwok.com/en/2013/09/04/1-wolesi-jirga-seat-reserved-hindus-sikhs
 
ولسمشر اهل هنودو او سکانو ته د څوکۍ د ځانګړې کولو تقنيني فرمان توشېح کړ
 پژواک Sep 4, 2013 - 12:53
کابل (پژواک ١٣ وږى ٩٢): ولسمشر په ولسي جرګه کې هندوانو او سکانو ته د يوې څوکۍ د ځانګړې کولو په اړه تقنيني فرمان توشېح کړ.
د ولسمشر د وياند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه تقنيني فرمان د اساسي قانون د ٧٩ مې مادې او د ټاکنو قانون په پر بنسټ  توشېح کړى او ياده موضوع  د وږي مياشتې په ٤مه په وزيرانو شورا کې تصويب شوې وه.
د اساسي قانون په ٧٩ مه ماده کې راغلي، حکومت کولاى شي د ولسي جرګې د رخصتۍ په  وخت کې له بوديجې او مالي چارو پرته د بېړنۍ اړتيا پر  اساس تقنيني فرمانونه ترتيب کړي."
تقنيني فرمانونه د ولسمشر له توشېح وروسته د قانون بڼه خپلوي.
تقنيني  فرمانونه بايد د ولسي جرګې د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته  د دېرشو ورځو په اوږدو کې ملي شورا ته وړاندې شي او که د دې شورا له خوا رد شي، اعتبار نه لري.
د ويلوده، ملي شورا د اوړي ٤٥ ورځنۍ رخصتي  د زمري په لومړۍ نېټه پيل کړې ده.
د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کزري د عدليې  او په  پارلماني چارو کې د دولت وزيران ګومارلي، چې ياد فرمان دې د ملي شورا له لومړۍ جلسې وروسته د ٣٠ ورځو په موده کې دې شورا ته وړاندې کړي.
د سرچينې په وينا، په دغه تقنيني فرمان کې راغلي، چې په قانون کې راغلي تعديلات د توشېح له ورځې وروسته نافذ دي او د وزيرانو شورا له مصوبې سره به يو ځاى په رسمي جريده کې خپور شي.
دغه فرمان په داسې مهال توشېح کېږي، چې د اهل هنود او سيکانو شورا د  روان کال د زمري مياشتې په نهمه ګواښ کړى و، چې که چېرې په ولسي جرګه کې څوکۍ ورنه کړل شي، نو افغانستان به پرېږدي.
دې شورا د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې د ټاکنو د قانون په مسوده کې اهل هنودو او سيکانو ته په ولسي جرګه کې يوه څوکۍ په نظر کې نيول شوې وه، خو د مشرانو او ولسي جرګې ګډ پلاوي د مسودې دغه ماده لرې کړه.
د ټاکنو قانون د ملي شورا له تاييد او تصويب وروسته، د روان کال د چنګاښ په ٢٩ مه  د ولسمشر له خوا توشېح شو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.